ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان ته تر دوه کلن ځنډ وروسته بيا ملکي الوتنې پيل شوې

اروزګان ته تر دوه کلن ځنډ وروسته بيا ملکي الوتنې پيل شوې

author avatar
8 Dec 2018 - 16:43
اروزګان ته تر دوه کلن ځنډ وروسته بيا ملکي الوتنې پيل شوې
author avatar
8 Dec 2018 - 16:43

ترينکوټ ( پژواک ، ۱۷ ليندۍ ۹۷) د اروزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار ته تر دوه کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا ملکي الوتنې پيل شوې.

د کام اير هوايي خصوصي شرکت له خوا نن د ليندۍ په ١٧مه، لومړۍ ازمايښتي الوتنه له کابل څخه ترينکوټ ته وشوه .

په دې الوتکه کې د ملکي هوایي چلند د ادارې د مشر په ګډون د اروزګان والي او يو شمېر نورو مسوولینو سفر وکړ.

د اروزګان والي اسعدالله سعيد  د هوايي چلند له ملکي ادارې څخه مننه وکړه چې ددوى غوښتنه يې ومنله او ملکي الوتنې يې پيل کړې.

هغه زياته کړه چې  له دې وروسته به هره اوونۍ له کابل څخه ترينکوټ ته دوه يا يو ځل الوتنې کېږي.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشر محمود شاه حبيبي هم خوښي وښوده چې دغه ولایت ته تر څه باندې دوو کلونو وروسته ملکي الوتنې پیلیږي.

د نوموړي په وينا، ترينکوټ ته له کابل څخه لومړنۍ الوتنه چې نن ترسره شوه ازمایښتي وه او تردې وروسته به هره اوونۍ الوتنې ترسره کیږي.

د ملکي هوایې چلند ادارې مشر وايي، ددې ترڅنګ چې دغه ولایت ته به یوځل بیا الوتنې پيلېږي، ورسره سم د څلور اتيا میلیونه افغانیو په لګښت  د هوایي ډګر د ترمينل د تمځای او يوه ټاور لپاره هم پروژه منظور شوې ده.

د اروزګان اوسیدونکي هم خوښ دي چې الوتنې يو ځل بيا پيل شوې، خو غوښتنه کوي  چې د ټکټ بيې دې راټيټې شي.

که څه هم مسوولين د نويو الوتنو د ټکټونو د بيې په اړه څه نه وايي، خو تېر ځل له کابل څخه اروزګان ته د يوې خوا ټکټ ٦٥٠٠ افغانۍ و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.