ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار سرحدي ځواکونو وسلې ونيولې

د ننګرهار سرحدي ځواکونو وسلې ونيولې

author avatar
8 Dec 2018 - 14:55
د ننګرهار سرحدي ځواکونو وسلې ونيولې
author avatar
8 Dec 2018 - 14:55

جلال اباد (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۷): په ختيځ کې سرحدي ځواکونو د ځانګړو عملياتو پرمهال ننګرهار ولایت ته د ۲۶ ميله بېلابېل ډوله درنو او سپکو وسلو د قاچاق مخه نيولې او په تړاو يې قاچاق کوونکی هم نيولی دی.

نيول شوې وسلې او قاچاقبر د لېندۍ په ۱۷مه د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا په انګړ کې خبريالانو ته وښودل شول او په تړاو يې چارواکو معلومات هم ورکړل.

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل وويل، د دې لوا اړوند د شپږم کنډک سرتېرو دوربابا ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ننګرهار ته د وسلو د قاچاق مخه نيولې ده.

دی وايي، دغو ځواکونو د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يو کمين پرمهال په يو عراده کرولا موټر کې ځای پرځای شوې ۲۶ ميله درنې او سپکې وسلې نيولي او په تړاو يې قاچاق کوونکی هم نيولی دی.

د جنرال حسين خېل د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکي په موټر کې دوه ميله پيکا، اته ميله کلاشينکوفونه او ۱۶ ميله تومانچې په ډېر مهارت سره ځای پرځای کړې وې او غوښتل يې له پاکستان څخه يې ننګرهار ته انتقال کړي.

د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې قاچاق کوونکي يادې وسلې د کومې موخې لپاره ننګرهار ته راوړې وې؛ خو وايي په دې تړاو ترې پوښتنې روانې دي.

په ورته وخت کې بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل يادونه وکړه چې سرحدي ځواکونو د ختيځ زون اړوند ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو کې د وسله والو د ځپلو او هېواد ته د هغوى  د راتګ د مخنيوي لپاره بشپړ چمتوالی نيولی دی.

 دا په داسې حال کې ده چې ډېرى وخت د ننګرهار خلک شکايت کوي، چې د سرحدونو له لارې راوړونکې وسلې او مهمات ددغه ولايت په ترهګريزو بريدونو کې کارول کېږي  او سرحدي ځواکونه يې په مهار کې پاتې راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.