ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل او هرات هوايي ډګرونو کې پنځه کسان له هيروينو سره نيول شوي

د کابل او هرات هوايي ډګرونو کې پنځه کسان له هيروينو سره نيول شوي

author avatar
8 Dec 2018 - 17:49
د کابل او هرات هوايي ډګرونو کې پنځه کسان له هيروينو سره نيول شوي
author avatar
8 Dec 2018 - 17:49

کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٧): د کورنيو چارو وزارت وايي چې سرحدي پوليسو د کابل او هرات هوايي ډګرونو کې پنځه کسان څه له څه باندې شپږ کيلو ګرامه هيروينو سره نيولي دي.

د ياد وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا دليندۍ په ١٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې   کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر پوليسو يو تن له ٢ کيلو او ٥٨٦ ګرامه هيروينو سره نيولى دى .

سرچينې زياته کړې،  دغه کس په خپل سفري بيک کې ياد نشه يي توکي ځاى پر ځاى او غوښتل يې چې بل کوم هېواد ته يې قاچاق کړي.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت ويلي  چې د هرات نړيوال هوايي ډګر کې هم څلور کسان له نشه يي توکو سره نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، څلورو کسانو په خپلو ګېډو کې څه دپاسه دوه کيلو ګرامه هيروين چې په کپسولونو کې يې ځاى پر ځاى کړي و غوښتل يې بل هېواد ته يې قاچاق کړي.

د کورنيو چار وزارت ويلي، د هرات د هوايي ډګر پوليسو دغه کسان تر پېژندنې وروسته نيولي او اوس ترې  پوښتنې  روانې دي .

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په هوايي ډګر کې دغه ډول پېښې زياتې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.