ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پوهنتون د خپلواکۍ طرحه کې ۶۰ سلنه پرمختګ شوى

د کابل پوهنتون د خپلواکۍ طرحه کې ۶۰ سلنه پرمختګ شوى

author avatar
8 Dec 2018 - 16:20
د کابل پوهنتون د خپلواکۍ طرحه کې ۶۰ سلنه پرمختګ شوى
author avatar
8 Dec 2018 - 16:20

کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٧) :  د کابل پوهنتون مسوولينو ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې د پوهنتون د خپلواکۍ کارونه ٦٠ سلنه بشپړ شوي دي.

له ارګ څخه دليندۍ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل پوهنتون د علمي شورا غړو او د دې پوهنتون د محصلینو اتحادیې سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزیر او د دې وزارت مرستيال هم ګډون درلود، په پیل کې د کابل پوهنتون ريیس حمیدالله فاروقي د کابل پوهنتون ریاست د لاسته راوړنو او کړنو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

ده وويل: هغه لیدلوری چې دکابل پوهنتون لپاره په پام کې نیول شوی، ستراتېژیک لیدلوری دی چې د ادارې او رهبرۍ  برخو کې یې ځوانانو په ځانګړی ډول ښځو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

فاروقي په اداري او اکاډمیکو برخو کې د شوراګانو او بېلابېلو کمېټو ایجاد او فعالول، په پوهنتون کې د قوانینو او لوړو زده کړو وزارت د لایحې تطبیق، اداري او اکاډمیک فساد سره مبارزه، په تصمیم نیونه کې د محصلینو د اتحادیې شریکول، د ماسټرۍ او دوکتورا د برنامو ارزونه، له داخلي او بهرنیو بنسټونو سره د علمي تفاهمنامو لاسلیکول، د پوهنتون په کچه د تحصیلي نصاب تعدیل، د پوهنتون علمي مجلې معیاري کول، د علمي څېړنو په خاطر د طرزالعمل ایجاد، د کابل پوهنتون چاپېریال، ودانیزو او زېربنایي چارو ته پاملرنه، د پوهنځیو د ستراتېژیک پلان ایجاد او پلي کول د دې بنسټ مهمې لاسته راوړنې وبللې.

د کابل پوهنتون ريیس وویل، له دې ظرفیتونو څخه په استفادې د کابل پوهنتون عواید لوړ شوي چې د پوهنتون په خپلواکۍ کې به اساسي رول ولوبوي.

وروسته د کابل پوهنتون مرستیال محمدنعیم عظیمي د کابل پوهنتون د خپلواکۍ د طرحې په اړه معلومات ورکړل  او ويې ويل چې د ولسمشر د فرمان په اساس چې د ۹۶او ۹۷ تعلیمي کلونو د پرانیستې په مراسمو کې صادر شوی و، د دې پوهنتون د خپلواکۍ په موخه د یوې عملي طرحې پر جوړولو کار پیل شوی.

هغه زیاته کړه، د زیان پېژندنې او وضعیت ارزولو کمېټې له جوړولو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې له اوسني وضعیت څخه د خلاصون یواځينۍ لار د کابل پوهنتون خپلواکي ده او دې طرحې تر اوسه ۶۰ سلنه پرمختګ کړی دی.

عظیمي څرګنده کړه، د کابل پوهنتون د خپلواکۍ طرحې بشپړولو او تطبیق لپاره د پوهنتون د علمي کادرونو له غړو اکاډمیکه، مالي، د کیفیت څارنې او محصلانو چارو کمېټې جوړې شوي.

ولسمشر غني د دوی د راپورونو له اورېدو وروسته پر دې ټنیګار وکړ چې کابل پوهنتون دې محصل محوره او استادان دې یواځې د محصلینو د ذهن د تربیې مسوول شي .

نوموړي وويل، منابع باید تعریف شي او د استادانو او محصلینو په ګډون دې شته ظرفیتونه پر عایداتي سرچینو بدل شي چې دا کار د پوهنتون د خپلواکۍ لپاره یو له مهمو ګامونو څخه دی.

هغه زیاته کړه : (( دا مهال موږ د دولت جوړولو، مارکېټ د ایجاد، د سولې لاسته راړولو او د ملت جوړولو څلورو ملي پروسو د تطبیق په حال کې یوو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.