ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار معلولین: حقوق او امتیازات مو په ځنډ راکول کېږي

د کندهار معلولین: حقوق او امتیازات مو په ځنډ راکول کېږي

author avatar
8 Dec 2018 - 17:44
د کندهار معلولین: حقوق او امتیازات مو په ځنډ راکول کېږي
author avatar
8 Dec 2018 - 17:44

کندهار (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۷): د کندهار معلولین شکایت کوي چې حقوق او امتیازات یې پر وخت نه ورکول کېږي او ان پر دولت یې د کلونو حسابونه پاتې دي.

له همدې امله نن د لیندۍ په ۱۷مه لسګونه معلولین د ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د خپلو حقونو غوښتنه یې کوله.

د قدرت الله په نوم یوه معلول چې د ماین چاودنې ورڅخه دواړې پښې اخیستې، پژواک اژانس ته وویل، دولت معلولینو ته میاشتني امتیازات ټاکلي خو پر وخت نه ورکول کېږي.

دی وايي، ان داسې معلولین شته چې د یوه کال یا دوو کلونو مخکې حقوق یې هم نه دي اخیستي.

د ده په خبره، د خپل دغه حق تر لاسه کولو لپاره نن د ولایت مخې ته د اعتراض په توګه راغلی څو مسوولین یې غږ واوري.

د محمد په نوم بل معلول پژواک اژانس ته وویل، د ټاکل شوي میاشتني معاش ځنډ او د سرپناه نشتوالى د معلولينو جدي ستونزه ده.

هغه زیاتوي، ګڼ شمېر معلولين په خرابو او داسې کرايي کورونو کې اوسيږي چې ژوند کول په کې ستونزمن دي.

دى وايي، له یوې خوا معلولين د خپل معلوليت له امله د دې جوګه نه دي چې په اسانۍ کار ورته وموندل شي او خپلې ستونزې حل کړاى شي او له بلې خوا دولت هم پاملرنه نه ورته کوي.

ده ګیله وکړه چې په دغسې حالت کې یې حقوق هم میاشتې او ان کلونه ځنډول کېږي چې دوی یې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

دی هم له چارواکو غوښتنه کوي چې د دوی حقوق دې پر وخت ورکړای شي.

په کندهار کې د معلولينو د ټولنې مرستيال فيض الله عمر يار هم وايي چې حکومت د دوى په ستونزو ځان نه خبروي او ان له معلولينو سره د سرپناه د زرو نومرو د وېش فرمان يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دى.

دى زياتوي، د معلولينو په استازيتوب د دې او نورو ستونزو د حل په موخه په وار وار اړوندو ادارو ته ورغلى، خو مسوول کسان ورسره نمايشي ناستې او ژمنې کوي، خو عملي اقدام نه دى شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.