منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

روسيې په ملګرو ملتونو کې د افغان سولې په اړه پرېکړه ليک ته رايه ورنه کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٧) : روسيې د افغانستان دسولې په اړه د ملګرو ملتونو يوه پرېکړه ليک ته رايه نه ده ورکړې.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دتېرې پنجشنبې په ورځ په دغه سازمان کې د افغانستان په اړه کلنۍ ځانګړې غونډه جوړه شوې وه.

سرچينې زياته کړې، د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره خپل دوامداره ملاتړ ، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر  ضد د افغان حکومت له مبارزې ملاتړ وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي،د غونډې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه وښوده او له افغان حکومت سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

ملګرو ملتونو ويلي، د افغانستان د ملاتړ په اړه رايه اچونه هم وشوه، چې ١٢٤ هېوادونو مثبته او درېيو هېوادونو ممتنع رايه وکاروله.

د سرچينې په وينا، روسيې، ليبيا او زمبابوې د افغانستان د ملاتړ په موخه وړاندې شوي پرېکړه ليک ته مثبته رايه ورنه کړه.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي نيوکه وکړه چې په دغه پرېکړه ليک کې د روسيې اندېښنو ته پاملرنه نه ده شوې، ځکه يې په ملاتړ رايه ورنه کړه.

هغه ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ځينو هېوادونو د فعاليتونو له امله ددغه هېواد حالات خراب شوي دي. خو د کوم هېواد نوم يې وانخيست.

د روسيې استازي داهم وويل چې په دغه پرېکړه ليک کې د داعش ډلې له خوا رامنځته شوي ګواښونه له پامه غورځول شوي دي.

په دغه پرېکړه ليک کې راغلي، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د بيارغونې، سولې، ثبات اقتصادي پرمختګ، پر ځان بساينې او له ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک افغانستان څخه ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي محمود صيقل ويلي چې وروستيو تاوتريخوالو افغانان ډېر ځپلي، چې د ويلو نه دي.

هغه ځينې هېوادونه تورن کړي چې په افغانستان کې لاسوهنې کوي چې له امله يې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

ده زياته کړه، د افغان سولې په اړه وروستۍ پيل شوې هلې ځلې هيله بښوونکې دي.

نوموړي په تېر کوچيني اختر کې اوربند، د اسلامي کنفرانس له خوا د افغان سولې په اړه په جده کې ترسره شوى کنفرانس د سولې په برخه کې لاسته راوړنې وبللې.

د جرمني استازي چې دغه پرېکړه ليک يې وړاندې کړ، د افغانستان پر وروستيو نا امنيو اندېښنه وښوده.

د نوموړي په وينا، د افغان شخړې يواځينۍ حل لاره د افغانانو په مشرۍ او مالکيت باندې د سولې پروسه ده.

په ياده غونډه کې ډېرى ګډونوالو په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدل  وستايل  او دا يې دديموکراسۍ پر لوري يو مهم ګام وباله.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست