ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال په ټول هېواد کې ٦٤٠٠ مټریک ټنه تریاک تولید شوي

سږکال په ټول هېواد کې ٦٤٠٠ مټریک ټنه تریاک تولید شوي

author avatar
8 Dec 2018 - 18:11
سږکال په ټول هېواد کې ٦٤٠٠ مټریک ټنه تریاک تولید شوي
author avatar
8 Dec 2018 - 18:11

کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٧) : له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيره وايي، سږکال په ټول هېواد کې ٦٤٠٠ مټریک ټنه تریاک تولید شوي چې د تېرکال په پرتله په کې ٢٩ سلنه کمښت راغلی دی.

د اجراييه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون د ليندۍ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وزیرانو شورا له نشه يي توکو سره د مبارزې فرعي کمټې نن د اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ناسته ترسره کړه.

هغه زياته کړه، په دې ناسته کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، چې په ١٣٩٧ لمريز کال کې په ٢٦٣٠٠٠ هکتاره ځمکه کې په ټول هېواد کې کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه کموالی په کې راغلی.

د نوموړې د معلوماتو له مخې،  تېرکال دغه شمېره ٣٢٨٠٠٠ هکتاره ځمکه وه.

د هغې په وینا، سږکال ٦٤٠٠ مټریک ټنه تریاک په ټول هېواد کې تولید شوي چې د تېرکال په پرتله په کې ٢٩ سلنه کمښت راغلی دی. تېرکال په ټول هېواد کې ٩٠٠٠ مټریک ټنه تریاک تولید شوي وو.

مېرمن عظیمي وویل، چې تېر کال په نورستان، خوست، بامیان، کندوز، لوګر، پکتیکا، پکتیا، پنجشیر، پروان او ميدان وردګ ولایتونه له نشه يي توکو پاک او کرکېله په کې صفر وه؛ خو له بده مرغه چې تخار ولایت  کې پر ٢٥١ هکتاره ځمکه  کوکنار  کرل شوي و چې له امله يې دغه ولايت له ياد نوملړ څخه ووت.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې زیاته کړه، چې سمنګارن، تخار، جوزجان، غزني، کاپیسا، کابل، هرات، سرپل او دایکنډي هغه ولایتونه دي، چې تر نورو په کې په کمه کچه کوکنار کرل شوي دي.

د هغې په وينا، هلمند، کندهار، اروزګان، ننګرهار، فراه، نیمروز، بلخ، فاریاب، بدخشان، بادغیس، غور، زابل، لغمان، کونړ او بغلان هغه ولایتونه دي، چې په ترتیب سره په کې تر نورو ولایتونو ډېر کوکنار کرل شوي دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې وویل، چې په ننګرهار، بدخشان، کندهار او کونړ ولایتونو کې په روان کال کې ٤٠٦ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

نوموړې له نشه يي توکو سره د مبارزې د قانون تعدیل، نشه يي توکو ته د اړتیا د کمښت د ملي پالیسۍ جوړول، د عمل د ملي پلان له سره کتل، د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ پياوړتیا، د امنیتي ادارو هڅې او په دې برخه کې د عامه پوهاوي ترسره کول، هغه لاملونه یاد کړل، چې له مخې یې په هېواد کې د نشه يي توکو کرکېله او د تریاکو تولید را کم شوی دی.

خو سلامت عظیمي له اړونده ادارو د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.

هغې دغه راز په سیمه ییزه کچه له مقاماتو وغوښتل چې د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.