ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمر داودزى د سولې شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه ټاکل کېږي

عمر داودزى د سولې شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه ټاکل کېږي

author avatar
8 Dec 2018 - 20:26
عمر داودزى د سولې شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه ټاکل کېږي
author avatar
8 Dec 2018 - 20:26

 

کابل (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٧): يوه باوري سرچينه وايي چې عمر داودزى د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه ټاکل کېږي او د سولې مشورتي بورډ غړي هم مشخص شوي دي.

داودزى چې د حامد کرزي په حکومت کې د کورنيو چارو د وزير په توګه دنده ترسره کړې، اوسمهال د حراست او ثبات شورا د نړيوالو اړيکو مسوول او هم د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو احتمالي کانديد دى.

خو يوې باوري سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې داودزى له خپلې نوماندې تېر شوى او تازه د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس او د ولسمشر ستر سلاکار په توګه يې د ولسمشر غني سره هوکړه کړې ده.

تر دې مخکې، اکرم خپلواک دغه دنده پرمخ وړله، خو نوموړي له دغې دندې او همدارنګه په سياسي چارو کې د ولسمشرۍ له سلاکارۍ څخه تېره مياشت (د لړم په ١٦مه) استعفا وکړه.

عمر داودزي ته يوې نږدې سرچينې سنګر اميرزاده، پژواک اژانس ته وويل چې د ارګ له خوا له داودزي سره اړيکه نيول شوې او کېداى شي ياده شوې موضوع مطرح شوې وي، خو په دې اړه به له پژواک سره وروسته معلومات شريک کړي.

ويل کېږي چې داودزي ته د سولې مشورټي بورډ غړيتوب هم ورکړل شوى دى.

کابو لس ورځې مخکې ولسمشر غني اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د دفتر د رئيس سلام رحيمي په مشرۍ يې له طالبانو سره د مذکراتو لپاره ١٢ کسيزه ډله جوړه کړې ده. دغه راز يو بل مشورتي بورډ يې هم جوړ کړى چې يادې ډلې ته به سلا مشورې ورکوي.

د ملي يووالي د حکومت د کابينې يوه وزير، پژواک اژانس ته وويل چې د سولې په تړاو څلور جوړښتونه رامنځ ته شوي دي؛ يو د سولې مشورتي بورډ دى چې د دولت مهم کسان سره له جهادي رهبرانو په کې غړي دي. دا کسان به د سولې په اړه پرېکړې کوي، د مذاکرې کمېټه به رهنمايي کوي او د سولې په تړاو د ترسره شويو تصميمونو څارنه به کوي.

ده زياته کړه، د بورډ غړي به کابو ٣٠ تنه وي چې د دولت له خوا ولسمشر سره له دوو مرستيالانو، اجرائيه رييس سره له دوو مرستيالانو، د امنيت شورا سلاکار، قاضي القضات، لوى څارنوالى، د پارلمان په چارو کې د دولت وزير، د سولې عالي شورا مشر او د دارالانشاء رئيس، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئيسان او د ملي امنيت رئيس يې غړيتوب لري.

د هغه په وينا، دغه راز پردې سربېره جهادي مشران هر يو حضرت صبغت الله مجددي، استاد سياف، ګلبدين حکمتيار، سيد حامد ګيلاني، محمد اصف محسني، يونس قانوني، عطامحمد نور، امرالله صالح او د مېرمنو له ډلې صديقه بلخي، سيما ثمر او امينه افضلي هم د ياد شوي بورډ غړي دي.

ده وويل، دويم جوړښت د بورډ دارالانشاء ده چې چارې به يې د امنيت شورا مخ ته وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.