د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې د ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي ووژل شول

په هرات کې د ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي ووژل شول

Dec 08, 2018 - 11:32

 هرات ښار(پژواک،۱۷ لیندۍ ۹۷): د هرات حکومتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې، د ماین چاودنه له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې نن سهار د هرات ګذرې ولسوالۍ " کورت "کلي کې یو شخصي سراچه موټر پر ماین ختلى دى .

د فرهاد په وينا، په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ درې غړي چې له ۲۰ تر ۲۴ کلونو پورې  يې عمرونه   لرل، وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې دا ماین د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پرځای شوی و.

د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement