فیروزکوه (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۷): د غور پولیس وايي، د فېروزکوه ښار د ګرم ابک کلي د جومات یو ملا اما له خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی.
د غور د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سید ضیا حسیني د یادې پېښې په تایید پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار د «پوزلیچ» سیمې په ګرم ابک کلي کې تېره شپه یو ملا امام له خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د یادې پېښې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، پولیس یې په اړه څېړنې کوي.
سرچینې زیاته کړې، قاتل په تېښته بریالی شوی خو د پولیسو تر تعقیب لاندې دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن