ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ او پکتیکا ته د برېښنا د لېږد تفاهم لیکونه لاسلیک شول

کونړ او پکتیکا ته د برېښنا د لېږد تفاهم لیکونه لاسلیک شول

author avatar
9 Dec 2018 - 18:11
کونړ او پکتیکا ته د برېښنا د لېږد تفاهم لیکونه لاسلیک شول
author avatar
9 Dec 2018 - 18:11

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٧): د خوش تیپې کانال، کونړ او پکتیکا ته د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو د جوړولو تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د خوش تیپې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید کانال، له ننګرهار څخه کونړ او له غزني څخه پکتیکا ته د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو د جوړولو تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

سرچينه کاږي، په دې مناسبت په چهار چنار ماڼۍ کې په جوړو شویو مراسمو کې چې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر مقاماتو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو هم حضور درلود، یاد تفاهم لیکونه د ولسمشر ستر سلاکار او د مالیې سرپرست وزیر ډاکټر محمد همایون قیومي، د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، د امریکا سفیر، د امریکا د پرمختیایي ادارې مرستیال، د اسیا پراختیایي بانک رئیس او د افغانستان برېښنا شرکت رئیس لاسلیک کړل.

سرچينه زياتوي، د خوش تیپې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پروژه ۲۷۰ کیلو متره اوږده ده چې ۵۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. کرنې او انرژۍ وزارتونه او د چاپیریال ساتنې اداره د دغې پروژې ونډه وال دي. د دغه کانال مطالعه په کندوز، جوزجان او بلخ کې د امریکا متحدو ایالاتونو پرمختیایي ادارې د دوه میلیون ډالرو په مالي مرسته په ۱۲ میاشتو کې بشپړېږي.

د خبرپاڼې په حواله، همدارنګه له ننګرهار څخه کونړ ته د برېښنا د لېږد او د سب سټېشن جوړولو پروژه چې په دوه کلونو کې به بشپړه او۲۶ زره کورنۍ ورڅخه مستفیدې شي. دغه پروژه د اسیا پراختیایي بانک د ۶۰ میلیون ډالرو په مالي مرسته جوړېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له غزني څخه پکتیکا ته د برېښنا د مزو د غځولو او په پکتیکا کې د سب سټېشن جوړولو پروژه د اسیا پراختیایي بانک په ۶۰ میلیون ډالره مالي مرسته په دوه کلونو کې جوړېږي چې په مرکز ښرنه او ارګون کې به له ۳۰ زره زیاتې کورنۍ ورڅخه مستفیدې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.