ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښار له یوه کوره ایرانۍ وسلې ترلاسه شوې

د غزني ښار له یوه کوره ایرانۍ وسلې ترلاسه شوې

author avatar
9 Dec 2018 - 13:38
د غزني ښار له یوه کوره ایرانۍ وسلې ترلاسه شوې
author avatar
9 Dec 2018 - 13:38

غزني ښار (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یې له يوه کوره ايرانۍ وسلې ترلاسه کړې او ورسره په تړاو یې یو کس هم نيولى دى.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني ښار د درېيمې حوزې اړوند د علي لالا سيمې اړوند له يو کوره يې وسلې ترلاسه کړې دي.

د هغه په وينا، په دې وسلو کې نهه کلاشينکوفونه، پنځه تومانچې، يو بم غورځوونکی او يو شمېر مرمۍ شامل دي.

امنیه قوماندان زياتوي: ((دغه وسلې ايرانۍ دي چې د کور دننه تر خاورو لاندې ځاى پر ځاى شوې وې چې موږ پيدا کړې او  په تور يې يو تن هم نيول شوى دى.))

ده وويل چې له څه مودې راهيسې د هغو کورونو تلاشي يې پيل کړې چې شک پرې کېږي.

دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي وحدت الله پژواک ته وويل: ((کله چې طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ، ما خپله وليدل چې طالبانو ډېرې وسلې راوړې او کورونو کې یې ځاى پر ځاى کړې، نو پوليس بايد کور په کور تلاشي وکړي.))

د يادونې ده، طالبانو څو مياشتې وړاندې پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.