ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په فراه کې د ملي اردو اته سرتېري وژلي او لس نور یې ژوندي نیولي

طالبانو په فراه کې د ملي اردو اته سرتېري وژلي او لس نور یې ژوندي نیولي

author avatar
9 Dec 2018 - 11:26
طالبانو په فراه کې د ملي اردو اته سرتېري وژلي او لس نور یې ژوندي نیولي
author avatar
9 Dec 2018 - 11:26

فراه(پژواک، ۱۸ لېنډۍ ۹۷): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي او لس نور وسله والو طالبانو اسیران کړي دي.

د فراه د ولایتی شورا غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه شاوخوا یوولس بجی د بالابلوک ولسوالی په اب خرما په سیمه کې د هرات- فراه پر غځېدلې لار د ملي اردو پر يوې قرارګاه بريد وکړ.

هغه وويل چې دغه قرارګاه د طالبانو لاسته لوېدلې وه، خو سهار يې سيمه پرېيښې او د ملي اردو ډېرې وسلې او مهمات يې هم له ځان سره وړي دي.

د فراه ولایت امنیتي سرچینو تر دمګړۍ له رسنيو سره په دې اړه معلومات نه دي شريک کړي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم وايي چې د طالبانو د تېرې شپې په دغه برید کي د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي او لس نور طالبانو نيولي دي.

هغه وايي چې ياده قرارګاه د طالبانو لاس ته لوېدلې وه او د یوه هاموې ټانک په ګډون ډېرې وسلې او مهمات هم طالبانو له ځان سره وړي دي.

احمدي وايي چې په دغه بريد کې دوه طالبان هم ټپيان شوي دي.

په فراه کې د تر دې مخکې هم ورته بريدونه شوي او د ملي اردو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.