ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قراردادي له څلورو ورځو راهيسې د کونړ پر پوليسو ډوډۍ بنده کړې

قراردادي له څلورو ورځو راهيسې د کونړ پر پوليسو ډوډۍ بنده کړې

author avatar
9 Dec 2018 - 17:14
قراردادي له څلورو ورځو راهيسې د کونړ پر پوليسو ډوډۍ بنده کړې
author avatar
9 Dec 2018 - 17:14

اسعد اباد (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٧) : د کونړ ولايت د بېلا بېلو سيمو پوليس وايي چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې قراردادي پرې وچه ډوډۍ بنده کړې ده.

د کونړ ولایت يوتن پولیس زرغون وايي چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې دوى په خپلو شخصي پيسو ډوډۍ اخلي .

هغه پژواک اژانس ته وويل، د امنيه قوماندانۍ د وچې ډوډۍ قراردادي له تېرو څلورو ورځو راهسې خپله نانوايي تړلې او معلوم نه دى چې هغه چېرته دى .

د کونړ ولایتي شورا رييس حاجي ولایت خان هم دا ستونزه تاييدوي او له کورنیو چارو وزارت څخه غواړي چې پوليسو ته پر وخت د قرار داد له مخې اعاشه ورکړي.

نوموړي زياته کړه، د کورنیو چارو وزارت دې د پولیسو ستونزې په پام کې ونیسي او د اعاشې قراردادونه دې په ولایتونو کې وکړي، ترڅو د دغه ډول ستونزو مخه په ښه توګه ونیول شي .

د هغه په وينا، اوس پوليس له چا وپوښتي چې د ډوډۍ قراردادي چېرته دى.

د کونړ  امنيه قوماندان مل پاسوال حقنواز حقيار پژواک اژانس ته وويل، د پولیسو ستونزه مني او وايي چې د پولیسو د اعاشې قراردادونه په مرکز کې شوي او دوی د مسوولیت احساس نه کوي .

د نوموړي په وينا، دا ستونزه يې له مرکز سره شريکه کړې او په هڅو کې دي، څو ورته د حل لاره پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.