ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې عدلي طب او توبرکلوز ٢٤ بستريز روغتون ته ودانۍ جوړې شوې

په کندوز کې عدلي طب او توبرکلوز ٢٤ بستريز روغتون ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
9 Dec 2018 - 16:07
په کندوز کې عدلي طب او توبرکلوز ٢٤ بستريز روغتون ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
9 Dec 2018 - 16:07

کندوز (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٧): په کندوز ولايت کې د نږدې ٤٠ ميليونه افغانيو په ارزښت د دوو پروژو کارونه بشپړ او د ٦٠ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه ستر جومات د جوړولو چارې پيل شوې.

په لومړيو دوو پروژو کې د عدلي طب ودانۍ او د توبرکلوز ٢٤ بستريز روغتون شامل دى چې کارونه يې بشپړ او ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

يادې دواړه ودانۍ د کندوز د والي عبدالجبار نعيمي او نورو مسوولینو له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نعيمي وويل چې د عدلي طب ودانۍ په  درېیو پوړونو کې جوړه شوې چې په کې د عدلي طب لابراتوار او تحقيقاتي برخې هم فعالیت ولري.

نوموړي زياته کړه چې د دغه روغتون په فعالېدو سره به د روغتیا په برخه کې یو لړ نورې اسانتیاوې هم رامنځته او خلکو ته به غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

والي وايي چې پر دې ودانۍ ٢١ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د دولت له بودجې ورکړل شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، نن په دغه ولايت کې د توبرکلوز ۲۴ بستریز روغتون هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

والي وايي چې پر دغه روغتون ٢٦٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى او د زون په کچه به خدمات وړاندې کوي.

هغه زياته کړه چې د دغه روغتون په فعالېدو سره به د توبرکلوز د ناروغانو لپاره غوره روغتیايي خدمات ترسره او نور به د دې اړتیا پاتې نه شي چې د کندوز ناروغان دې پلازمېنې کابل او یا نورو ولایتونو ته د درملنې په موخه انتقال شي.

بلخوا نن په کندوز ښار کې د يو بېساري نومونوي جومات د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه چې د ځايي چارواکو په وينا، پر دغه جومات به ٦٠ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د دغه جومات د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل چې چارې به يې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

هغه پر ديني عالمانو غږ وکړ چې له منبره د سولې، امن، نظام پالنې، هېواد پالنې او فکري رغونې پيغامونه خواره کړي او روانه جګړه وغندي، څو په هېواد کې شته ناخوالې پای ومومي او نور د بېګناه انسانانو وینه تویه نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.