ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېر ژر به د مزارشریف- اروپا ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل شي

ډېر ژر به د مزارشریف- اروپا ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل شي

author avatar
9 Dec 2018 - 15:26
ډېر ژر به د مزارشریف- اروپا ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل شي
author avatar
9 Dec 2018 - 15:26

مزارشريف (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۷): د افغانستان په شمالي ولايت کې بلخ کې چارواکي وايي چې ډېر ژر به د وچې مېوې، افغاني غاليو او قره قل څرمنو د صادراتو په موخه د مزار– اروپا ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل شي.

په شمال کې سوداګر که څه هم د هوا له لارې صادرات يو څه ګران بيه بولي؛ خو زياتوي چې د ځمکنۍ لارې نه شتون له امله د هوايي دهلېز له لارې اروپايي هېواد ونو ته د افغان توکو صادرول د هېواد او سوداګرو په ګټه دي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس نصير احمد قاسمي د لېندۍ په ١٨مه پژواک اژانس ته وويل چې د مزار– اروپا ترمنځ هوايي دهلېز له لارې به د شمال زون توليدات اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شي.

هغه زياته کړه چې دمګړۍ د ياد هوايي دهلېز د پرانيستلو لپاره هڅې ګړندۍ شوې او په ډېر نږدې راتلونکي کې به رسماً پرانيستل شي.

نوموړی وايي چې د بلخ سوداګرۍ او صنايعو خونو رياست د هغو سوداګرو او تجارتي شرکتونو د راجستر لړۍ پيل کړې چې غواړي د هوايي دهلېز له لارې خپل توکي اروپا ته ولېږدوي.

د قاسمي په خبره، اوس مهال په پام کې ده چې د مزار – اروپا ترمنځ هوايي دهلېز له لارې به افغاني توکي المان، فرانسې، فنلنډ او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته واستول شي.

افغاني غالۍ، د قره قل څرمن، وچه مېوه، زعفران او طبي نباتات هغه توکي دي چې د قاسمي په وينا اروپا ته به يې صادرات پيل شي.

نوموړي زياته کړه: ((د اروپا په بازارونو کې د افغاني قالينو تقاضا ډېره زياته ده، اوس ډېری وخت پاکستان په خپل نوم زمونږ قالينۍ نړيوالو بازارونو ته رسوي چې د مزار – اروپا ترمنځ هوايي دهلېز په پرانيستلو سره به يې تر ډېره مخه ونيول شي او همدا راز به يې ګټه په لومړي لاس کې مستقيما افغان سوداګرو ته ورسېږي.))

قاسمي زياتوي چې له ډېرو کلونو راهيسې د اروپا په بازارونو کې د افغاني قالينو تقاضا موجوده وه؛ خو د مناسبې لارې د نشتون له امله افغان سوداګرو دغه غوښتنه نشوای پوره کولای.

هغه وايي چې د ياد هوايي دهلېز په پرانيستو سره به هم خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به هغه توکي په لوړه بيه خرڅ شي چې افغانستان کې تولېديږي او نړيوالو بازارونو کې يې تقاضا زياته ده.

نوموړي زياته کړه: ((د نورو هېوادونو سوداګر او مشتريانو به ډېری وخت موږ څخه د صادرېدونکو توکو د تسليمۍ دقيقه نېټه غوښتله چې د مناسبې لارې نشتون له امله به زموږ صادر شوي توکي ځنډېدل، خو د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو په پيلولو سره به دغه ستونزه هم حل شي.))

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس وايي چې د مزار – اروپا ترمنځ هوايي دهلېز په پرانيستو سره سوداګر کولای شي چې يو هغه توکي چې حجم يې زيات نه وي، د هوا له لارې په مناسبه بيه وارد هم کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.