کندوز ښار (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٧): د کندوز امنيتي چارواکي وايي، د يوه ساختماني شرکت هغه اته کارکوونکي بېرته خوشي شوي چې لس ورځې وړاندې طالبانو تښتولي وو.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ سرپرست صفي الله محزون د لېندۍ په اتلسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لس ورځې وړاندې د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي د ساختماني شرکت اته کارکوونکي له دوو موټرو سره طالبانو بیولي وو.
ده زياته کړه چې د قومي مشرانو په منځګړتوب دغه کسان پرون ناوخته راخوشي شوي او خپلو کورونيو ته سپارل شوي دي.
نوموړي په دې برخه کې د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه، خو يوې بلې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې د يادو کسانو د خلاصون لپاره پيسې ورکړل شوې دي.
دغه راز د کندوز د ښار جوړونې رييس هارون عرض بيګي هم پژواک ته وويل چې ياد کسان بېرته را خوشي شوي دي.
ده وويل: ((دغه کسان سره له موټرو بېرته راغلي او اوس يې په نورمال ډول خپل کار پيل کړى دى.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، ياد کسان لس ورځې وړاندې د کندوز ښار له ابدان دښتې نامعلوم لوري ته تښتول شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن