ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درانى : په منځنۍ اسیا کې د افغانستان د مېوه لرونکو ونو ملي کلکسیون سارى نه لري

درانى : په منځنۍ اسیا کې د افغانستان د مېوه لرونکو ونو ملي کلکسیون سارى نه لري

author avatar
10 Dec 2018 - 17:21
درانى : په منځنۍ اسیا کې د افغانستان د مېوه لرونکو ونو ملي کلکسیون سارى نه لري
author avatar
10 Dec 2018 - 17:21

کابل (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٧) : د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي، په هېواد کې د مېوه لرونکو ونو ملي کلکسیون چې په ۲۰۰۸ ام کال کې تاسیس شوى په منځنۍ اسیا کې سارى نه لري.

درانی، چې نن دوشنبه دکرنې په وزارت کې د مېوه لرونکو ونو د ډولونو د ملي کلکسیون د جوړېدو د لسمې کالیزې په نمانځغونډه کې يې خبرې کولې وویل چې په دې کلکسیون کې څه باندې ۹۳۰ مېوه لرونکې ونې ساتل کېږي.

هغه زیاته کړه :" دغه کلکسیون، چې د مېوو د خزانې په نوم هم یادېږي، په خپل ذات کې منځنۍ اسیا کې بې ساري کلکسیون دى. دا ډېره مهمه ده، چې لږ تر لږه په دې حوزه کې په دې کیفیت سره کوم بل کلکسیون نشته. "

د کرنې وزیر وایی، پخوا به داسې هم و چې له نورو سیمو څخه نیالګي واردېدل؛ خو کله به نیالګي وچېدل، کله به له چاپریال سره يې اړخ نه لګاوه او یا به يې ښه حاصل نه ورکاوه، خو اوس د څېړنو او مطالعو پر بنسټ او له چاپریال سره برابر دغه نیالګي مو مطالعه او راټول کړل، اوس د هر زون لپاره هغه نیالګي تولیدوو، چې د تولید د ودې او ښه کیفیت لامل شي.

نصیراحمد دراني همدارز وویل، د مېوه لرونکو ونو ملي کلکسیون د بڼوالو، زده کړیالانو او کورني او نړیوالو بنسټونو لپاره د یو څېړنیز مرکز په نوم هم پېژندل کیږي.

په دې غونډه کې همداراز د کرنې او کلیو پراختیا په برخه کې د ولسمشر سلاکار عبدالحمید هلمندي وويل چې د مثمرو ونو د کلکسیونونو جوړول د اقتصادي ودې او ددغو ونو د حاصلاتو د سوداګرۍ په برخه کې مرسته کوي.

د هغه په خبره، د دغو کلکسیونونو په جوړولو سره کولی شو په دې پوه شو، چې په بازارونو کې کومې مېوې ډېر پېرېدونکي لري او ډېرې خرڅېږي.

په ورته وخت کې په دې غونډه کې په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د پراختیا د برخې مشر ماوریزیوسیان د افغانستان د مېوه لرونکو ونو کلکسیون د «ارزښتناک ژنیټیکي خزانې» په نوم یاد کړ او ویې ویل، چې له دې کلکسیون څخه باید د افغانستان په اقتصادي وده کې ګټه پورته شي.

هغه زیاته کړه، د اقتصادي ودې په پار باید د خصوصي سکتور لاډېر ملاتړ وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.