ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ، لوګر، پکتيکا، بدخشان او فارياب د ولسي جرګو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

د بلخ، لوګر، پکتيکا، بدخشان او فارياب د ولسي جرګو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

author avatar
10 Dec 2018 - 18:52
د بلخ، لوګر، پکتيکا، بدخشان او فارياب د ولسي جرګو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې
author avatar
10 Dec 2018 - 18:52

کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٧): د ټاکنو خپلواک کميسيون د پنځو نورو ولايتونو بلخ، لوګر، پکتيکا، بدخشان او فارياب د ولسي جرګو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد، نن ماښام ناوخته خبري کنفرانس کې وويل چې له بلخ څخه غلام عباس ابراهیم زاده، عبدالحمید شریفي، احمدشاه رمضان، محمد علي محقق، معلم خان آزادي، سید ظاهر مسرور، رئیس عبدالخالق، ګل رحمان همدرد، صیفورې نیازۍ، فوزیې حمیدي او برېښنا رابع د لومړنيو پايلو له مخې زياتې رايې وړې دي.

ده زياته کړه چې له لوګر څخه محمد اسماعیل صدیقي، وفي الله افتخار، انجنیر محمد اصف نبيزي او هما احمدي تر ټولو زياتې رايې ترلاسه کړې دي.

د هغه په وينا، په پکتيکا څخه محمد مرزا کټوازي، محمد داود کټوازي، نادرخان کټوازي او هیله مجتبی د لومړنيو پايلو پربنسټ، ډېرې رايې وړې دي.

نوموړي د بدخشان په اړه وويل چې عبدالرووف انعامي، عبدالشکور واقف حکيمي، حجت الله خردمند، عبدالولي نيازى، مولوي ذبیح الله عتیق، زلمي مجددي، ډاکټر احمد ضیاء یفتلي، نیلوفر ابراهیمي او صادقې اديب تر ټولو زياتې رايې وړې دي.

صياد وويل چې د فارياب د ولسي جرګې ټاکنو د لومړنيو له مخې، حشمت ارمان، رسول فاريابي، محمد هاشم خان، سيد بابر جمال، سنجر كارګر، محمد انوار باشليق، رنګينې كارګر، شفيقې سخا يولچي او فوزيې رووفي تر ټول زياتې رايې ترلاسه کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر وويل چې دغه لومړنۍ پايلې دي، هر څوک چې شکايت لري، کولاى شي تر ٤٨ ساعتونو پورې د شکايتونو کميسيون خپل شکايتونه ثبت کړي.

ده زياته کړه، د بلخ ولايت په اړه شکايتونه شته، خو دواړه ټاکنيز کميسيونه به هغه څېړي او په وروستيو پايلو کې همدا شکايتونه په پام کې نيول کېږي.

بايد وويل شي چې ترد مخکې د شلو ولايتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.