ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په لسو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین پنځه ورځنی فرعي کمپاین پیل شو

د هېواد په لسو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین پنځه ورځنی فرعي کمپاین پیل شو

author avatar
10 Dec 2018 - 19:56
د هېواد په لسو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین پنځه ورځنی فرعي کمپاین پیل شو
author avatar
10 Dec 2018 - 19:56

کابل (پژواک، ۱۹ لیندۍ ۹۷): د عامې روغتیا وزارت په ماشومانو کې د ګوزڼ ویروس د له منځه وړلو لپاره د هېواد په لسو ولایتونو کې د یادې ناروغۍ د واکسین پنځه ورځنی فرعي کمپاین پیل کړ.

پژواک ته د دغه وزارت په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمپاین په کندهار، هلمند، اروزګان، خوست، پکتیا، ننګرهار، کونړ، نورستان او جوزجان ولایت کې تطبیق کېږي.

خبرپاڼې زیاته کړې، په دغه کمپاین کې به شاوخوا ۳ میلیونه کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه کمپاین په داسې حال کې ترسره کېږي چې له هلمند ولایت څخه د یادې ناروغۍ د تازه مثبتې پېښې خبر ورکړل شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې پېښې وروسته په روان زېږديز کال کې د ګوزڼ پېښو ټول شمېر ۲۱ ته روسېدو چې ۱۵ یې په سوېل (۹ پېښې په کندهار، ۴ پېښې په هلمند، ۲ پېښې په اروزګان) او شپږ پېښې په ختيځ زون (۳ پېښې په کونړ، ۲ پېښې په ننګرهار او یوه پېښه په نورستان)  کې رامنځ ته شوې ده.

فیروز الدین فیروز د یادو مراسمو د پرانیسې پر مهال ویلي، د امنیتي ستونزو له امله تر پنځو کلونو ټولو کم عمره ماشومانو ته د واکسیناتورانو نه رسېدنه د ګوزڼ ناروغۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.

نوموړي له ټولو ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې د یاد واکسین د تطبیق په برخه کې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي څو هېڅ ماشوم د ګوزڼ ضد واکسین څخه بې برخې نه شي.

نوموړي روښانه کړې چې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پوره خوندي دي او هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري، ناروغ او تازه زېږېدلي ماشومان دغه واکسین ته ډېره اړتیا لري، ځکه د یادې ناروغۍ پر وړاندې د دوی د بدن مقاومت کمزوری دی او که واکسین نه شي، ډېر ژر به په دې ناروغۍ اخته شي.

د ماشومان فلج ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او د دایمي معیوبیت لامل ګرځي او حتی د ماشوم د مړینې سبب کېږي.

د راپورونو له مخې، افغانستان، پاکستان او نایجيریا یواځیني درې هېوادونه دي چې تر اوسه د ماشومانو د فلج ناروغۍ په کې موجوده ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.