کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٧): د ماليې وزارت وايي چې د پیسو نړیوال صندوق په څلورم پړاو ارزونه کې د افغانستان له مالي او اقتصادي اصلاحاتو هرکلی کړى دى.
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي او د افغانستان بانک عمومي ريیس خلیل صدیق د لېندۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د پیسو نړیوال صندوق له خوا د افغانستان د مالي او اقتصادي اصلاحاتو څلورم پړاو د ارزونې پایلې د ګډ خبري کنفرانس له لارې رسنیو سره شریکې کړې.
همایون قیومي په هېواد کې د دغه صندوق د فعالیتونو له نوي کېدو د هرکلي تر څنګ وویل چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) اجرائیوي بورډ د افغان حکومت د ژمنو له ارزولو وروسته د افغانستان د مالي او اقتصادي اصلاحاتو څلورم پړاو ارزونه بریالۍ ترسره کړې او په هېواد کې یې خپل فعالیتونه د ۱۳۹۸ مالي کال تر پایه تمدید کړي دي.
هغه زیاته کړه: "خوښ یم چې افغانستان د وچکالۍ او له امنیتي ستونزو سره سره وکولی شول خپل اصلاحي پروګرامونه او ژمنې بریالۍ پلې کړې دي."
همدا شان د مالیې وزارت سرپرست وویل چې له هر پړاو ارزونې بشپړېدو وروسته افغانستان کولی شي ۶.۲ میلیون امریکایي ډالره له نوموړي صندوق څخه ترلاسه کړي.
د قيومي په وينا، افغانستان له څلورم پړاو ارزونې وروسته وکولی شول چې تر اوسه پورې ۲۴.۸ میلیون امریکایي ډالر ترلاسه کړي.
د افغانستان بانک عمومي ريیس خلیل صدیق د افغانستان د ژمنو د پر وخت بشپړېدو ته د خوښۍ تر څنګ وویل چې د هېواد په اوسنیو حالاتو کې د اقتصادي ثبات ساتنې، په ټیټه کچه کې د تورم ساتنه، د اسعاري ذخیرو ډېرېدل او د هېواد مالي نظام د ټینګښت له هڅو د پیسو نړیوال صندوق نوي کېدل د افغان حکومت لپاره یوه ستره بریا بلل کېږي.
ده زیاته کړه: "د پیسو نړیوال صندوق د راپور له مخې، د سیمه ییزو هېوادونو د پولي ارزښت له کمېدو سره د افغانیو پیسې ارزښت د ۲۰۱۸ کال اکتوبر په میاشت کې د ۹ سلنې په شاوخوا کې کمښت پیدا کړی او د سیمې په هېوادونو کې تر ټولو لږ کمښت دی، د سیمې يو شمېر هېوادونو د پیسو ارزښت کمېدو په پرتله د افغانۍ ارزښت کمېدل، د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د افغانستان د ټیټ تورم سبب ګرځېدلی."
د یادونې ده، د پیسو نړیوال صندوق څلورم پړاو په ارزونه کې د ملي عوایدو را ټولېدو، د ملي بودجې په ترتیب کې اصلاحات، د مالي ثبات ساتنه او اقتصادي وده، د تورم نرخ، د هېواد اسعارو ذخیره، له فساد سره مبارزه او د هېواد مالي نظام ټینګښت شاخصونه شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن