کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د ولسي تړون ملي پروګرام د تطبیق بهیر د چټکولو او همغږۍ په موخه د یاد پروګرام د عملي کار د پرمختګ څرنګوالی و ارزاوه.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې چې نن غرمه په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، له هر اړخیزو بحثونو وروسته ولسمشر غني د ولسي تړون ملي برنامې په تطبیق کې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، د ولسي تړون برنامه باید په همغږۍ او سرعت مخې ته یووړل شي.
ولسمشر وویل، د ولسونو او خلکو په دغه مهم پروګرام کې دې د کوچیانو په ګډون د هېواد محرومو قشرونو او سیمو ته لومړیتوب ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، په دغه بین الوزارتي پروګرام کې باید اړوند وزارتونه د زیاتې همغږۍ او د دغه پروګرام د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه ګډې هڅې وکړي.
اشرف غني څرګنده کړه، دولت د ښځو مشارکت ته ژمن دی، نو له دې امله دې د استخدام په برخه کې شفافیت او د ښځو مشارکت ته جدي پام وکړي.
هغه زیاته کړه، د خلکو ستونزو ته رسېدنه، د موثرو خدماتو برابرول او د هغوی رضایت د ولسي تړون ملي پروګرام له موخو څخه دي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن