ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هرات کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Dec 2018 - 17:17
په هرات کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Dec 2018 - 17:17

هرات(پژواک، ۱۹ لیندۍ ۹۷): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې د عامه نظم ۷ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غوریان ولسوال فرهاد خادمي پژواک ته وویل، تېره شپه زیات شمېر وسله والو طالبانو په غوریان ولسوالۍ کې د عامه نظم د ساتنې پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی دی.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې د عامه نظم نهو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته یو پلاوی لېږل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: ((دغه پوستې له ایران سره ګډې پولې ته نږدې د غوریان ولسوالۍ په ساغر سیمه کې موقعیت لري.))

په ورته وخت کې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرېدو سره ادعا کړې چې په دې پېښه کې یې نهه پولیس وژلي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.

د یو بل خبر له مخې، په هرات کې د یوې ښځې په ګډون لس کسان د انسان تښتونې په تور نیول شوي دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده وویل، یاده ډله د دوی له مرکز سره یوځای د هرات ښار په ۱۲ مه ناحیه کې نیول شوې ده.

د هغه په خبره، دغو کسانو د څو تنو په تښتونه په ځانګړې توګه اوو صرافانو په تښتونه اعتراف کړی دی.

نوموړي زیاته کړه،  له دې ډلې یو میله تومانچه او یو شمېر نظامي مهمات هم نیول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.