مزار شريف ( پژواک، ۱۹ليندۍ۹۷) : شمال کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون ساحوي مسوولين وايي، چې د دغه زون په سمنګان، جوزجان، سرپل او بلخ ولايتونو کې ۲۰۱۸ کال د بشري حقونو د نقض له پلوه تر ټولو بد ترين کال و.
دغه څرګندونې د ليندۍ په ۱۹مه، مزار شريف ښار کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وشوې، چې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له خوا جوړه شوې وه.
شمال زون کې د خبريالانو د مصوونيت کمېټې مسوول بشير انصاري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده کمېټه د خبريالانو او رسنيو ستونزو ته د رسېدو تر څنګ هڅه کوي، چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې هم اغېزمن فعاليتونه وکړي.
هغه زياته کړه چې د خبريالانو، رسنيو او مدني فعالانو پر وړاندې تاوتريخوالی د بشري حقونو د نقض ښکاره بېلګې دي، چې وروستيو کلونو کې يې کچه لوړه شوې ده.
د انصاري په خبره، لا هم هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته نه دي حاضر شوي، چې د بېلابېلو بشري حقونو پر نقض کولو تورن دي.
نوموړي وويل، افغانستان سره له دې چې د بشري حقونو نړيواله اعلاميه يې لاسليک کړې او غړيتوب يې لري؛ خو په وينا يې چې بيا هم دغه هېواد کې د بشري حقونو د تامين برخه کې لازم ګامونه نه دي پورته شوي.
شمال کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول زياته کړه، چې تروريستي ډلې، نا مسول وسله وال او سيمه ييز زورواکي د بشري حقونو لوی ناقضين دي، چې دولت يې د مخنيوي پر وړاندې عاجز پاتې شوی دی.
هغه وويل چې شمال زون کې د لويو لارو د امنيت خرابوالی د دې لامل شوی، چې د بشري حقونو د نقض پېښو د انعکاس لپاره د خبريالانو او همدا راز د بشري حقونو د فعالانو لاسرسی محدود شي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې افغان دولت او بشري حقونو بنسټونه دې يواځې د خبرپاڼو په خپرولو بسنه نه کوي، بلکې د هغه په خبره عملا دې د بشري حقونو د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي.
په ورته وخت کې د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر مشر سيد محمد سامع وايي، چې د شمال په څلورو ولايتونو کې ۲۰۱۸ کال د بشري حقونو د نقض له پلوه تر ټولو بدترين کال وو.
هغه زياته کړه: (( موږ ته دا مهمې نه ده چې سږ کال شمېر زياتې دي که کمې؛ ځکه د نا امنيو له امله زموږ کارمندان ډېرو سيمو ته لاسرسی نه لري، چې د بشري حقونو د نقض پېښې ثبت کړي، له ۲۰۰۲ کال را هيسې چې زموږ فعاليت پيل شوی، زه ويلای شم چې په بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو کې ۲۰۱۸ کال د بشري حقونو د نقض له پلوه تر ټولو بدترين کال وو)).
په يو شمېر سيمو کې د دولتي ځواکونو د کنټرول نه درلودل، د لويو لارو نا امني، خپلسري او نا مسووله وسله وال، تروريستي ګروپونه او ناقانونه ډلې هغه عوامل دي، چې له امله يې بشري حقونه نقض کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن