پلخمري (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٧): د بغلان امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امريت سرپرست دويم څارن غلام فاروق د لېندۍ په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه څو وسله والو د زاړه ښار سيمې اوسېدونکي نواب خان کور ته ورغلي او ډزې يې پرې کړې دي.
هغه وايي چې په دې پېښه کې خپله پنځوس کلن نواب خان، مېرمنه او دوه لوڼې يې وژل شوي دي.
ده وويل چې دغه پېښه د افغان دولت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې سيمه کې شوې خو دوى يې هم په اړه پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې نواب خان، مېرمنه او دوه لوڼې يې وژل شوي دي.
دى وايي چې پېښه د شپې شاوخوا ١٢ بجې رامنځته شوې خو نواب خان له چا سره دښمنې نه درلوده.
د یادونې ده، څو میاشتې وړاندې هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يو زوم خپله کوژدن، خواښې او کور ته ورغلې مېلمنه پر ډزو وژلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن