د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لښکرګاه بابا جي سیمه له درېیو کلونو وروسته بېرته دولتي ځواکونو ونیوه

د لښکرګاه بابا جي سیمه له درېیو کلونو وروسته بېرته دولتي ځواکونو ونیوه

Dec 11, 2018 - 16:04

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۷): افغان امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې له درېيو کلونو وروسته د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند باباجي سيمه له طالبانو بېرته ونيسي.

دغه څرګندونې د هلمند والي محمد ياسين خان د دغه ولايت له امنيتي چارواکو سره په ګډه غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تېره اوونۍ د يو شمېر سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل کړي وو.

والي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې له شپنيو بريدونو او هوايي ځواکه هم کار اخيستل شوى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې د لښکرګاه ښار باباجي سيمه، د نادعلي ولسوالۍ لوى مانده، کوفکه، نواباد، د ګرشک ولسوالۍ سپين جومات، مالګير، اب پاشک او ځينې نورې سيمې له طالبانو نيول شوې دي.

د هغه په وينا، په تېره يوه مياشت کې د طالبانو د مشرانو په ګډون ٢٥١ طالبان په هلمند کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

ياسين خان وايي چې په دې موده کې د طالبانو ٧٥ پټنځايونه، ٢٨ د وسلو زېرمې، ١٨ عرادې موټر، شپږ موټربم، ٥٤ موټرسايکلونه او ٢٨٠ ميله سپکې او درنې وسلې له منځه وړل شوې دي.

والي زياتوي چې په دغو سيمو کې د ويجاړ شوو کورونو، سړکونو او نورو دولتي تاسيساتو د بېرته رغولو چارې به هم پيل شي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند امنيه قوماندان پاسوال رازق يعقوبي وويل چې په نيول شوو سيمو کې د پوستو جوړول يې پيل کړي دي.

د قوماندان په وينا، د دغو عملياتو په لړ کې امنيتي ځواکونو د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند باباجي سيمې په ګډون ١٨ کيلومتره پرمختګ کړى دى.

يعقوبي زياته کړه چې د نورو سيمو کې د نيولو لپاره به هم عمليات ترسره شي.

همدارنګه په دې ناسته کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د سرحدي لوا قوماندان سمونوال ظاهرګل مقبل وويل چې د سيمو په بېرته نيولو کې له پلان نه، لس ورځې وړاندې دوى وکولاى شول خپلې موخې ته ورسېږي.

ده وويل چې په نيولو شوو سيمو کې د اردو سرتېري او پوليس د ګډو پوستو پر جوړولو او چاڼيزو عملياتو بوخت دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، شاوخوا درې کاله وړاندې طالبانو د يوه ډله ييز بريد په ترڅ کې د باباجي سيمه ونيوله او سلګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

باباجي له ګرشک او نادعلي ولسواليو سره نښتې سيمه ده چې طالبانو تل له دې سيمې څخه پر لښکرګاه ښار بريدونه کول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement