ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه بابا جي سیمه له درېیو کلونو وروسته بېرته دولتي ځواکونو ونیوه

د لښکرګاه بابا جي سیمه له درېیو کلونو وروسته بېرته دولتي ځواکونو ونیوه

author avatar
11 Dec 2018 - 16:04
د لښکرګاه بابا جي سیمه له درېیو کلونو وروسته بېرته دولتي ځواکونو ونیوه
author avatar
11 Dec 2018 - 16:04

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۷): افغان امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې له درېيو کلونو وروسته د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند باباجي سيمه له طالبانو بېرته ونيسي.

دغه څرګندونې د هلمند والي محمد ياسين خان د دغه ولايت له امنيتي چارواکو سره په ګډه غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تېره اوونۍ د يو شمېر سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل کړي وو.

والي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې له شپنيو بريدونو او هوايي ځواکه هم کار اخيستل شوى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې د لښکرګاه ښار باباجي سيمه، د نادعلي ولسوالۍ لوى مانده، کوفکه، نواباد، د ګرشک ولسوالۍ سپين جومات، مالګير، اب پاشک او ځينې نورې سيمې له طالبانو نيول شوې دي.

د هغه په وينا، په تېره يوه مياشت کې د طالبانو د مشرانو په ګډون ٢٥١ طالبان په هلمند کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

ياسين خان وايي چې په دې موده کې د طالبانو ٧٥ پټنځايونه، ٢٨ د وسلو زېرمې، ١٨ عرادې موټر، شپږ موټربم، ٥٤ موټرسايکلونه او ٢٨٠ ميله سپکې او درنې وسلې له منځه وړل شوې دي.

والي زياتوي چې په دغو سيمو کې د ويجاړ شوو کورونو، سړکونو او نورو دولتي تاسيساتو د بېرته رغولو چارې به هم پيل شي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند امنيه قوماندان پاسوال رازق يعقوبي وويل چې په نيول شوو سيمو کې د پوستو جوړول يې پيل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.