کابل(پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٧): د افغانستان د ښځو چارو وزارت په هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په پای کې اعلان وکړ چې له ښځو سره تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه کم شوی دی.
د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیالې سپوږمۍ وردګ نن په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمپاین د پای ته رسېدو په تړاو د پوهنې، عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، تېر کال تر دې مهاله، د ښځو چارو وزارت له ښځو سره د تاوتریخوالي ۶۶۰۰ قضیې ثبت کړې وې په داسې حال کې چې سږ کال یې په همدې موده کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۴۱۰۰ قضیې ثبت کړې دي.
نوموړې د قانون پلي کول، د اسلام د مبارک دین له نظره د ښځو د حقونو په اړه د خلکو د پوهاوي زیاتېدل، له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې قانون او د ښځو د ځورونې او اذیت مقرره سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د راکمېدو لاملونه وبلل.
هغې څرګنده کړه، په تېرو ۱۶ ورځو کې د ښځو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د حقونو او مسوولیتونو په تړاو د پوهاوي ورکولو بېلا بېل پروګرامونه ترسره کړي دي.
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې د ښوونیز نصاب مرستیال اسدالله محقق وویل، په دغه ۱۶ ورځني کمپاین کې د کابل ښار په شپږو لېسو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول.
نوموړي زیاته کړه، په کاري چاپېریال کې د ښځو د ځورونې د منعې مقررې د تطبیق لپاره د پوهنې وزارت ټولو ریاستونو ته لېږل شوې ده.
هغې زیاته کړه، په ټولو دولتي ادارو لکه پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونوکې د ښځو او نجونو د ځورونې موضوع شته او له دغه نه بښونکي عمل سره باید جدي مبارزه وشي.
د عامې روغتیا وزارت د جندر رییسې فرزانې اکبري وویل، د ترسره شوو اروزنو په اساس ۸۰ سلنه ښځې په کور کې وهل کېږي او ۷۰ سلنه نارینه باور لري چې دوی د خپلو ښځو د وهلو او ډبولو حق لري.
هغې زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت په وروستیو څو کلونو کې سلګونه هغو ښځو او نجونو ته چې جنسي تېری پرې شوی و، خدمات وړاندې کړي دي.
اکبري وویل، د عامې روغتیا وزارت هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړ په ۱۶ ورځني کمپاین کې په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي وو.
د کورنیو چارو وزارت د کشف رییس محمد قیس په دې ناسته کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ستر ګواښ وباله او ویې ویل، د دغې پدیدې د ورکولو لپاره جدي او هر اړخیز کار ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه: ((هڅه کېږي چې د تاوتریخوالي د پېښو قربانیان پولیسو ته د راتلو پر مهال خوندیتوب احساس کړي او وکولای شي چې په دغو بنستونو کې له تشویش پرته په ازاد ډول راتګ وکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن