پل علم ( پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٧): د لوګر مسوولين وايي، په محمد اغې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د نوماندانو د موټرو پر کاروان وسله وال بريد او د ماين چاودنه شوې چې د دوو نوماندانو په ګډون په کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څو تنو نوماندانو د موټر کاروان له پل علم څخه کابل ته روان وو چې مازيګر ناوخته په تنګي واغجان سيمه کې وسله والو طالبانو پرې بريد کړى او د سړک غاړې ماين پرې چاودلى دى.
ده زياته کړه، په پېښه کې د ولسي جرګې نوماند محمد رحيم امين او يو بل نوماند ټپيان شوي او د هغوى دوه موټره زيانمن شوي دي.
د ولسي جرګې نوماند سيد فرهاد اکبري، پژواک ته وويل: "مونږ نن په پل علم کې د ټاکنو کمیسیون د لومړنیو پایلو پر اعلان اعتراضیه غونډه درلوده او خپل شکایتونه مو د شکایاتو کمیسیون سره شریک کړل، خو کله چې په ګډه د کابل خواته تللو، په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شو."
د هغه په وينا، سخته جګړه وشوه او د دوى دوه مرمۍ ضد موټر ويجاړ او درې ساتونکي يې ټپيان شول.
طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې د کابل – ګردېز لارې امنيت تر بل هر وخت خراب شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن