ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د سولې په پروسه کې به د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي

عبدالله: د سولې په پروسه کې به د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي

author avatar
12 Dec 2018 - 15:23
عبدالله: د سولې په پروسه کې به د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي
author avatar
12 Dec 2018 - 15:23

 

کابل (پژواک، ٢١ لېندۍ ٩٧): اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د سولې په خبرو اترو کې به د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي او د مذاکراتو په جریان کې به د مذاکراتو ټیم د ټولو افغانانو استازولي وکړي.

نوموړي دغه خبرې نن په کابل کې د پروموټ مشارکت له لوري په سوله کې د ښځو د ونډې په ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړې.

هغه د دې ملي کنفرانس او په کې د سولې په اړه له روانو بحثونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې په اوسني وخت کې د ټولو افغانانو ترمنځ دغه ډول بحثونو او ناستو ته اړتیا ده څو د سولې په اړه د ټولو افغانانو ترمنځ مشورې وشي.

اجرائيه رييس نننۍ ناسته د افغانانو د بحثونو پيل یاد کړ او ویې ویل چې د سولې پروسه د ټولو افغانانو په برخلیک اغېز لري له همدې امله باید د ټولو نظرونه اخیستل شوي وي.

نوموړي زیاته کړه، له کلونو کلونو راهیسې ټول افغانان د سولې غوښتونکي و، خو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د مقابل لوري نه چمتو کېدو دغه پروسه وځنډوله؛ خو ټینګار یې وکړ چې په اوسني برابر شوي فرصت کې باید پیش قدم اوسو او د سولې مذاکراتو ته له هر ډول مخکیني شرط پرته چمتو یو.

عبدالله وايي، که چېرې د دغو بحثونو او هڅو په لړ کې وتوانېږو چې مقابل لوری له وژنو، انفجار او انتحاره وګرځوو او له سیاسي لارې خپل فعالیت پيل کړي، دا به مو ستر کار کړی وي، خو دغه کار اسانه نه دی او زموږ د ډېرو هڅو او پیش قدم کېدو غوښتونکی دی.

اجرائيه رييس زیاته کړه، تر هغو چې یو بل په متفاوتو نظریاتو سره ونه زغمو، پایلې ته نه رسېږو، باید بحث وکړو او په همپالنه کې ژوند وکړو.

د هغه په وينا: ((که د خدای رضا وه او افغانستان کې سوله راغله ډاډه دی چې هېڅوک به له سولې پښېمانه نه وي؛ خو موږ تلپاتې او با عزته سوله غواړو چې له یوې خوا ثبات رامنځته کړي او له بلې خوا هماغه کسان چې سوله هم کوي، ځان په حقارت کې ونه ویني، باید په عزت او افتخار سره راشي او په دې ټولنه کې ژوند وکړي.))

اجرائيه رييس وویل چې ستونزې او فرصتونه مو مشترک دي باید یو بل په تقویت او درک سره د ستونزو لپاره په ګډه حل لارې پيدا کړو او له فرصتونو څخه په ګټه استفاده وکړو.

د هغه په وينا، هېڅوک نه غواړي چې بېرته د تيارو دوران ته وګرځي او د افغانانو په قربانیو ترلاسه شوې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي، د بیان ازادي، د ښځو حقونه او نورې لاسته راوړنو په اړه نباید څوک اندېښمن اوسي چې خدای مکړه قرباني نه شي.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي ټینګار وکړ چې د سولې په برخه کې نه باید د ښځو ونډه له پامه وغورځول شي او باید مېرمنې په تصمیم ګیرۍ کې شاملې شي. هغې د سولې په عالي مشورتي بورد نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ښځو حضور په کې کمرنګه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.