ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“رسنۍ  دې د سولې پروسې په برخه کې مسوولانه چلند وکړي”

“رسنۍ دې د سولې پروسې په برخه کې مسوولانه چلند وکړي”

author avatar
12 Dec 2018 - 18:18
“رسنۍ  دې د سولې پروسې په برخه کې مسوولانه چلند وکړي”
author avatar
12 Dec 2018 - 18:18

مزار شريف (پژواک، ۲۱ليندۍ ۹۷): په مزار شريف کې د رسنيو د ملي کنفرانس ګډونوالو له رسنيو وغوښتل چې د سولې پروسې په برخه کې مسوولانه چلند وکړي.

رسنيزو فعالانو او دولتي چارواکو همدا راز غوښتنه وکړه، چې رسنۍ بايد د هغو افرادو او ډلو څېرې افغان ولس ته بربنډې کړي، چې په ښکاره ډول د سولې د روانو خبرو مخالفت کوي.

دغه څرګندونې د ليندۍ په ۲۱مه، د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د رسنيو ملي کنفرانس پر مهال وشوې، چې د پنځلسو ولايتونو خبريالانو او مدني فعالانو په کې ګډون کړی وو.

افغانستان کې د ميديوتيک د پروګرامونو مسوول عبدالله رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کنفرانس يې د سولې په روانو هڅو کې د رسنيو د نقش او همکارۍ د څرنګوالي په تړاو جوړ کړی دی.

هغه زياته کړه چې د سولې په برخه کې د رسنيو رول خورا مهم دی، خو په دې شرط چې په مسوولانه ډول وکارېږي.

دى وايي، افغان سوله د افغانانو په پوهاوي، د حکومت په مديريت، د نړيوالې ټولنې په همکارۍ او د رسنيو له خوا د پوښښ ورکولو په څرنګوالي پورې تړاو لري.

د هغه په خبره، د سوله ييز ذهنيت لېږد، ټولنيزه همګرايي او کلتوري نږدېوالی د سولې په برخه کې مهم دي چې رسنۍ بايد انعکاس ورکړي.

د ميديوتيک د پروګرامونو رييس وايي، څو چې خلک د سولې په تړاو بشپړ پوهاوی تر لاسه نه کړي، نو سولې ته رسېدل ناممکن دي.

د هغه په وينا، وخت ناوخته د سولې په نوم خبرې او مشورې شوي، خو ډېر کله يو شمېر مغرضو سياسيونو ورنه د ځان په ګټه استفاده کړې ده.

رسولي وايي، دا ځل هڅې بايد يواځې د جنګ د پاى ته رسېدو لپاره نه وي، بلکې د ټولنيزې او هر اړخيزې سولې راتلو لپاره کار وشي.

هغه زياتوي، د سولې د راتګ هڅې ټولو ته د منلو دي؛ خو په وينا يې چې لا هم ډېر افغانان نه پوهېږي، چې سوله ورته په کوم قېمت تمامېږي.

د هغه په خبره، خلکو ته بايد ډاډ ورکړل شي چې له سولې پروسې څخه د سياسي غرضونو لپاره کار نه اخيستل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.