ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په هرات کې د لاجوردو تاريخي لاره پرانيزي

ولسمشر په هرات کې د لاجوردو تاريخي لاره پرانيزي

author avatar
12 Dec 2018 - 16:11
ولسمشر په هرات کې د لاجوردو تاريخي لاره پرانيزي
author avatar
12 Dec 2018 - 16:11

کابل (پژواک، ٢١ لېندۍ ٩٧):  ولسمشر اشرف غني په هرات ولايت کې د لاجوردو تاريخي سوداګريزه لاره پرانيزي.

د ولسمشر د وياند مرستيال  شاه حسین مرتضوي د يو شمېر نورو وزارتونو له وياندويانو سره نن (د لېندۍ ٢١مه) د حکومت د رسنيو په مرکز کې په دې اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.

مرتضوي وويل: "په تېرو څلورو کلونو کې د ملي یووالي حکومت سیاست د بهرني سیاست په پنځو کړیو کې مهمې او هیله بښوونکې پایلې لرلې. "

هغه زياته کړه: "موږ هم د بهرني سیاست په پنځو کړیو او هم د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې مشخصې او ملموسې لاسته راوړنې لرو. "

مرضتوي وايي چې سبا به هم په اقتصادي او ترانزیټي ډګر کې د يو مهم پروګرام اخيستل کېږي او هغه په هرات ولایت کې د ولسمشر په حضور سره د شانداره مراسمو په ترڅ کې د لاجوردو لارې پرانیستنه ده.

د نوموړي په وينا، د لاجوردو لارې په پرانیستو سره به د افغانستان تاريخي موقعيت بيا را ژوندی شي.

مرتضوي زياتوي: "د لاجوردو لار له دوو نقطو، هرات، آقینې او د ترکمنستان، آزربایجان او ګرجستان له لارو او له ترکیې څخه په تېریدو سره مرسته کوي، چې افغانستان له اروپایي بازارونو سره ونښلوي.

د هغه په وينا، هغه افغانستان چې ډېر کلونه په يوه پوله پورې تړلی وو او د پولې د بندېدو په صورت کې به د پېر او پلور شرایطو سختې ستونزې رامنځته کېدلې، اما اوس مهال د افغانستان د خلکو لپاره بدیلې لارې پرانیستل شوي، چې دا د افغانستان د بهرني سیاست د بریالیو هڅو محصول دی.

د سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستيال اجمل حميد عبد الرحيمزي دغه کنفرانس ته وويل، د لاجوردو لاره تر ټولو لنډه او ډاډمنه لاره ده.

هغه زياته کړه چې پر دې لاره به د لومړي ځل لپاره سوداګريز توکي سبا له هرات څخه ولېږدول شي چې په کې ٨٣ ټنه مالوچ، ٢٤ ټنه مميز، ٢٦ ټنه خستې او ٢،٦ ټنه کنجد ولېږدول شي.

عبدالرحيمزي وويل، حکومت په دې هڅو کې دى چې څه ډول افغانستان د وارداتي هېواد پر ځاى پر صادراتي هېواد بدل شي.

د هغه په وينا، د هوايي دهلېزونو له لارې سوداګرۍ ته پراختيا ورکول د حکومت يوه له مهمو پرېکړو څخه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.