کابل (پژواک، ٢١ لېندۍ ٩٧): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لومړي ځل لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره په ګډه د غرونو نړیواله ورځ د پوهنتون د یو شمېر استادانو او متخصصینو په شتون کې ونمانځله.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په دې جوړې شوې غونډې ته وويل چې ۸۰ سلنه پاکې اوبه له غرونو سرچینه اخلي.
غفوري د هېواد د لوړو غرونو په هکله وویل: «نه یواځې دا چې دغه غرونه زموږ لپاره یو ښه جغرافیایي حدود او د طبیعي پېښو او موسمي بادونو پر وړاندې کلک دېوالونه جوړ کړي دي، د دې تر څنګ د خوږو اوبو ډېرې ښې سرچینې هم دي.»
د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وايي چې د همالیا او هندوکش غرونه کابو درې زره او ۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د دغو غرونو په لمنو کې کابو ۲۵۰ میلیونه کسان ژوند کوي.
د هغه په وينا، د دوه میلیارده نورو انسانانو د اړتیا وړ منابع د همالیا او هندوکش غرونو له لارې تامینېږي. د هغه په خبره، کابو ۹۰ سلنه ځنګلونه او څرځایونه هم د هېواد په غرونو کې دي.
همداراز د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو عمومي رییس محمد رفیع قاضیزاده وویل چې د افغانستان کابو ۲۲ سلنه وګړي په غرنیزو سیمو کې ژوند کوي.
ده زیاته کړه چې د افغانستان غرنۍ سیمې له جیولوژیکي پلوه ځوان ایکوسیستم لرونکي دي او د ځمکې ښویېدنې او د خاورې د تخریباتو له پلوه زیانمن دي.
د هغه په وينا، د افغانستان غرونه د اقلیمي بدلون تر جدي ګواښ لاندې دي.
قاضي زاده وايي، د اقلیمي سناریوګانو د ارزونې پر اساس، په افغانستان کې تر ۲۰۵۰ کاله به په منځنۍ کچه د تودوخې کچه ۱.۴ سانټي ګراډ او تر ۲۰۵۰ کاله پورې د وګړو شمېر هم دوه چنده شي.
په همدې ډول د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د چارو د تنظیم عمومي رییس سلطان محمود محمودي وویل چې افغانستان د نړۍ له ترټولو لوړو سیمو څخه دی. هغه وویل: «د کال ۸۰ سلنه ورښتونه په غرنیو سیمو کې کېږي. افغانستان د نړۍ په وچ او نیمه وچ کمربند کې پروت یو هېواد دی او که چېرې یې د لوړو غرونو له ډلې هندوکش نه وای، دغه خاوره به وچه او صحرایي وه.
سلطان محمود محمودي وایي چې غرونه د واورو او کنګلونو ښه زېرمې دي نو په همدې موخه افغانستان د ډېرو غرونو په لرلو سره د اوبو ډېرې سرچینې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن