ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورونه او دولتي ودانۍ د کابل- لوګر دویم سړک جوړولو پر وړاندې خنډ دي

کورونه او دولتي ودانۍ د کابل- لوګر دویم سړک جوړولو پر وړاندې خنډ دي

author avatar
12 Dec 2018 - 11:28
کورونه او دولتي ودانۍ د کابل- لوګر دویم سړک جوړولو پر وړاندې خنډ دي
author avatar
12 Dec 2018 - 11:28

پل علم (پژواک، ٢١ لېندۍ ٩٧): د لوګر د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې يو شمېر دولتي ودانيو او امنيتي پوستو د کابل- لوګر د دويم سړک جوړېدو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د سړک جوړولو چارې يې ټکنۍ کړې دي.

د لوګر د فوايد عامې رييس محب الله حکمت پژواک خبري اژانس ته وويل چې کابل- لوګر د دويم سړک چارې درې کاله وړاندې د چهار اسياب ولسوالۍ له چهل دختران سيمې پيل شوې چې بايد په يو کال کې بشپړې شوې واى.

خو ده زياته کړه: ((د لارې په اوږدو کې دولتي ودانۍ، امنيتي پوستې او روغتونونه دي چې د سړک چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.))

دى وايي چې د همدغه سړک په اوږدو کې د خلکو کورونه او دوکانونه هم وو خو د سړک جوړولو لپاره خلکو خپل کورونه او دوکانونه ونړول.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سړک ٤٥ کيلومتره اوږدوالى لري چې مالي لګښت يې د نړيوال بانک له لوري ورکول کېږي.

نوموړي له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې د دغه سړک د جوړېدو په برخه کې له دوى سره اړينې مرستې وکړي.

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د کابل- ګردېز لويې لارې يوه موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې له تېرو څو  کلونو راهيسې د کابل- لوګر پر دويم سړک کار روان دى.

هغه وايي: ((په ځينو ځايونو کې کارونه سم مخ ته نه ځي، هر مشکل چې وي بايد حل يې کړي، که دا سړک جوړ شي نو موږ ته به هم تګ راتګ ډېر اسانه شي.))

همدارنګه په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د کابل- لوګر د دويم سړک په جوړېدو سره به تر ډېره د ترافيکي پېښو مخه هم ونيول شي.

نوموړي زياتوي: ((خلکو همت وکړ، خپله ځمکه يې د سړک لپاره ورکړه، خپل دوکانونه يې خراب کړل، خو اوس حکومتي تاسيساتو د سړک د جوړېدو مخه نيولې ده.))

د دغه سړک د جوړېدو پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ د محمداغې د ولسوالۍ ودانۍ ده.

په دې اړه د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي هم پژواک ته وويل چې دولتي تاسيساتو د کابل- لوګر دويم سړک د جوړېدو پر وړاندې خنډ جوړ کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.