ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځینو لاملونو له امله د افغانستان سطحي اوبه ۱۴ سلنه کمې شوې دي

د ځینو لاملونو له امله د افغانستان سطحي اوبه ۱۴ سلنه کمې شوې دي

author avatar
13 Dec 2018 - 20:08
د ځینو لاملونو له امله د افغانستان سطحي اوبه ۱۴ سلنه کمې شوې دي
author avatar
13 Dec 2018 - 20:08

کابل (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۹۷): د یوې ناستې ویناوالو د نفوس زیاتېدل، له اوبو ډېره استفاده او د اوبو نه مديریت په افغانستان کې د سطحي اوبو د ۱۴ سلنه کمېدو لاملونه وګڼل او ګواښ یې وکړ، که پلان ورته جوړ نه شي، وچکالي به دوام وکړي.

د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر علي احمد عثماني نن په کابل کې «د افغانستان د سطحي اوبو مديریت» په نوم سيمینار کې وویل، مخکې به په غرونو کې د ورښت له امله یخچالونه جوړېدل چې په ګرم موسم کې دغه یخچالونه په تدریجي ډول وېلې کېدل او خلکو د اوبو د کموالي ستونزه نه درلوده، خو اوس د اقلیم د ګرموالي له امله اوبه نه زېرمه کېږي.

هغه زیاته کړه: ((په نوره نړۍ کې د اوبو د مصرف لپاره پلان جوړېږي، خو په افغانستان کې زموږ د لید سیستم کمزوری دی، راتلونکې ته پام نه کوو، نو ځکه مو سطحي اوبه کمې شوې دي.))

نوموړي په ډاګه کړه، سږ کال له ۴۰ ډېرې تدارکاتي غونډې جوړې شوې چې ولسمشر هم په کې ګډون درلود، خو ټولې ناستو پروژه یي بڼه درلوده.

د ده په خبره، په ۱۳۹۶ کال کې د کابینې شاوخوا ۲۱ ناستې ترسره شوې، خو د اوبو په اړه هيڅ خبره مطرح نه شوه، که دا ډول بې تفاوتي دوام ولري، د راتلونکي نسل لپاره به اوبه نه وي.

عثماني زیاته کړه، د نفوس زیاتېدل، بې پروګرامه استفاده، د غوره مديریت نه شتون او د اقلیم ګرموالی په افغانستان کې د سطحي اوبو د ۱۴ سلنه کمېدو لاملونه دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت مشاور وزیر نجیب اقا فهیم د ټولنې د زیاتېدو، اقلیمي بدلونونو د زیاتېدو او له اوبو څخه د بې پروګرامه استفادې پر کنټرول ټینګار وکړ او ویې ویل، د یادو ستونزو له امله سطحي اوبه کمې شوې او خلک د څارویو د مړینې او کرنې د تخریب اندېښنه کوي.

هغه زیاته کړه، د دغه بحران له امله د غور، بادغیس، فراه، هلمند او اروزګان زیاتره اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او ګاونډيو ولایتونو ته بېځایه شوي دي.

نوموړي په ډېر تاسف سره وویل، په وروستیو کلونو کې ورښت کم شوې، دا چې هوا ګرمه شوې او سېلونه زیات شوي، نو خلک ډېر زیانمن شوي دي.

ده وویل: ((که سالم مديریت موجود وي، همدغه بارانونه زېرمه کېږي او په دې طریقه کولای شو وچکالي کابو کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.