ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني په هرات کې د لاجورد لارې دهلېز پرانیست

ولسمشر غني په هرات کې د لاجورد لارې دهلېز پرانیست

author avatar
13 Dec 2018 - 18:09
ولسمشر غني په هرات کې د لاجورد لارې دهلېز پرانیست
author avatar
13 Dec 2018 - 18:09

هرات (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٧): ولسمشر غني په هرات کې د لاجورد لارې ځمکنی دهلېز پرانیست او ويې ويل چې په دې سره په صادراتي او نښلول شوي هېواد د افغانستان بدلولو پر وړاندې یو لوی خنډ نن لرې شو.

نوموړى نن سهار هرات ته لاړ او ياد دهلېز يې پرانيست.

د لاجورد لارې د پرانیستې مراسم د لوړو پوړو دولتي مسوولینو، د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې د لوړپوړو مقاماتو او په افغانستان کې د مېشتو کورډيپلوماتیک غړو په ګډون د هرات په مولانا تالار کې ترسره شول.

ولسمشر غني د هرات د بڼوال ګل احمدخان د ځمکنیو دهلېزونو د پرانیستې غوښتنې ته په اشارې وویل، د یوه مسوول حکومت معیار دا دی چې د خپلو خلکو غوښتنې عملي کړي.

نوموړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانيانو په ځانګړي ډول د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال جنرال نعمت الله خلیل او د هغه د ملګرو روح ته د دعا پرمهال وویل، زموږ د هر جنرال، افسر، سرتېري او ساتنمن درد د ټولو افغانانو درد دی.

هغه له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د افغانستان د دفاع په ځانګړي ډول د ملي پروژو له امله مننه وکړه.

د ده په خبره، د فاریاب ولایت خلکو ته چې د لاجورد لارې بله نقطه ده، هم د دې لارې د پرانیستې مبارکي وایم.

هغه زیاته کړه، نن زموږ د دې موخې پر وړاندې چې په صادراتي او نښلول شوي هېواد د افغانستان بدلول دي، یو لوی خنډ لرې شو.

غني څرګنده کړه، ۱۷ کاله وړاندې افغانستان په انزوا کې و، اما نن افغانستان اتصال پیدا کړی.

ده زیاته کړه، د افغانستان، خلکو او اقتصادي قشر موخه وصل دی، موږ وصل غواړو نه فصل، موږ جدایي نه، اړیکې او همکاري غواړو.

هغه وویل، لاجورد لاره څلور زره کاله سابقه لري، مصر او هند ته د بدخشان لاجورد له همدې لارې صادرېدل. موږ پراخې لارې لرو، په یوې لارې پورې محدود نه یو او سلګونه د وصل لارې غواړو.

هغه وویل، هرات د سیمه ییزو اړیکو زیور کې د یاقوت حیثیت لرلی او طاهر فوشنجي د سیمې او اسلامي هېوادونو تاریخ بدل کړ او له ختیځ څخه لوېدیځ ته علم او صنعت د هغه په وسیله لاره ومونده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.