ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې ولسي حرکت غړي اروزګان ولايت ته ورسېدل

د سولې ولسي حرکت غړي اروزګان ولايت ته ورسېدل

author avatar
13 Dec 2018 - 13:43
د سولې ولسي حرکت غړي اروزګان ولايت ته ورسېدل
author avatar
13 Dec 2018 - 13:43

ترينکوټ ( پژواک ۲۲ لیندۍ ۹۷ ) د سولې ولسي حرکت غړي  له کابل او شمالي ولايتونو وروسته په خپل درېيم پړاو سفر کې اروزګان ولايت ته رسېدلي دي.

ددغه حرکت غړي چې پيل يې له هلمند څخه تر کابله پورې پلى سفر و، په کابل کې تر څو اوونيو فعاليتونو وروسته تر مزار شريف ښار پورې پلي ولاړل .

تر څو اوونيو وقفې وروسته د حرکت غړي بېرته هلمند ولايت ته ولاړل او اوس يې د سولې لپاره خپل درېيم پړاو اروزګان ته پيل کړى دى.

ددغه حرکت غړي پرون مازيګر ناوخته د اروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته ورسېدل، چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، چې د سولې پېغام کور په کور  رسوي، څو له جګړه ځپليو اروزګانیانو سره د سولې غږ په ګډه بدرګه کړي.

د دې حرکت مشر اقبال خيبر وايي، اوس چې د سولې د خبرو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي، ددوى هوډ هم پياوړی شوى دى.

هغه ترينکوټ ښار ته له رسېدو سره سم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اروزګان په ګډون د هېواد ګڼو نورو ولایتونو ته يې د سفر موخه د سولې پیغام رسول او هرځل يې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې نور افغان وژنه ودروي او سوله وکړي.

خيبر وايي، د جګړه ځپلي اروزګان له مشرانو، دولتي چارواکو او سیمه ییزو طالبانو څخه هم د سولې غوښتنه کوي.

د نوموړي په وينا، داچې په دې وروستيو کې سولې ته د رسېدو لپاره د يوشمېر هېوادونو په منځګړیتوب د افغان دولت او طالبانو تر منځ خبري پیل شوي، نو ددوی هيلې هم زياتې شوې دي.

د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي چې د جګړو پر مهال یې د بدن غړي له لاسه ورکړي، وايي چې د جګړې له امله یې ژوند بدرنګه  شوی او اوس د سولې لپاره هڅې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.