غزني ښار(پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٧): له تېرو شپږو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو د غزني-پکتيکا لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې چې له امله يې د دغې لارې مسافر له ستونزو سره مخ دي.
شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ او له هغه وروسته يې د غزني-پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله.
د اړوندې موضوع په اړه د اندړو ولسوالۍ د خاني بابا سيمې اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې طالبانو د غزني-پکتيکا عمومي لار تړلې، موټر پر خامه لارو تګ راتګ کوي.
ده وويل: (( د نورو ځايونو ترڅنګ طالبان ښار ته نږدې په ارزو سيمه کې هم ولاړ دي، موټر چې راځي خلک ترې ښکته کوي او تالاشي کوي يې.))
دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې د دې لارې ترڅنګ د ولسواليو لويې لارې هم له امنيتي ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه: (( پر يوه لار هم خلک په ډاډه زړه نه شي تللى، ټولو لارو کې طالبان ولاړ دي او خلک تالاشي کوي.))
د غزني ښار يو تن هټيوال نور محمد پژواک ته وويل چې د پکتيکا ډېرو اوسېدونکو له غزني څخه مالونه پيرودل خو له کومې ورځې چې دغه لار بنده شوې، بازارونه هم خراب شوي دي.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار تړل شوې ده.
هغه وايي: ((موږ د دې لارې د خلاصون لپاره پلان جوړ کړى و، خو کله چې پر غزني بريد وشو، دغه کار پاتې شو.))
هغه وايې چې د دې لارې په بندولو کې د طالبانو ګټه ده، ځکه له موټرو څخه ماليه اخلي.
دغه راز د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خېل وايي، د دوى په پلان کې و چې دغه لار خلاصه کړي، خو کله چې طالبانو پر جاغوري او مالستان ولسواليو بريدونه وکړل، دغه کار پاتې شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن