کابل(پژواک، ۲۲ لیندۍ ۹۷): سیاسي جریانونه او د مدني ټولنو بنسټونه د کابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر د هرکلي تر څنګ، له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د جلاکېدو غوښتنه کوي او وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د خلکو د رایو په اړه د تصمیم نیونې حق نه لري.
د مدني ټولنو د بنسټونو او سیاسي جریانونو لسګونه غړي او هېوادوال د کابل په شهر نو سیمه کې را ټول شوي وو، دوی چې د «زموږ رایې زموږ راتلونکې، زموږ راتلونکې مه انحصاروئ، د ټاکنو د پایلو اعلان د ولسواکۍ له نظام سره مرسته ده» شعارونه یې تکرارول او غوښتنه يې کوله چې د ملت د رایو لغوه کول د ملت پر برخلک د لوبو معنی لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د کابل د رایو د باطلېدو له اووه ورځني ځنډ وروسته تېره ورځ «د لیندۍ په ۲۱ مه» د دغه ولایت د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې بهیر پیل کړ.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اته ورځې مخکې «د لیندۍ په ۱۵ مه» د کابل ولایت رایې له درغلیو او سرغړونو ډکې وبللې او اعلان یې وکړ چې د ټاکنو د قانون له مخې، د کمزوري مديریت له امله د کابل ولایت د ولسي جرګې ټولې رایې باطلې دي.
دغه کمېسیون اعلان وکړ چې د ټاکنو قانون د دویمې مادې د ۲ مې فقرې د احکامو د تحقق لپاره د ټاکنو قانون د ۹۴ مې مادې د ۵ مې فقرې د حکم پر اساس د دغې پرېکړې په مستنداتو کې اسنادو، مدارکو او یادو دلایلو ته په کتو د کابل ولایت د ۱۳۹۷ کال د تلې د ۲۸ مې او ۲۹ مې د ټاکنو پایلې باطلې دي.
په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار بنسټونو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه پرېکړه پر ځای و بلله خو ټینګار یې وکړ چې یاده پرېکړه په اوسنیو سختو شرایطو کې عملي نه ده.
د ټاکنیزو کمېسیونونو تر منځ له ژورو اختلافاتو وروسته د ولسمشر د دویم مرستیال سرورو دانش، قاضي القضات، لوی څارنوال، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د رییس، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د رییس، د احصايې د ملي ادارې د رییس او د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو په موجودیت کې د لیندۍ په ۱۶ مه په یوه ګډه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کابل د رایو د باطلېدو پر تصمیم دې بیا کتنه وشي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اساس د کابل ولایت د رای شمېرنې او تفتیش بهیر درېدلی و، خو دغه بهیر له اووه ورځني ځنډ وروسته بېرته پیل شو.
مدني فعال الله محمد کاکړ د کابل ولایت د ولسي جرګې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر د پیل هرکلی وکړ او د ټاکنو له کمېسیون څخه یې وغوښتل چې پاکې رایې له ناپاکو رایو جلا کړي او د شفافیت د تامین لپاره دې د رای شمېرنې پر مهال د درغلیو مخه ونیسي.
نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر تصمیم نیوکه وکړه او ویې ویل، خلکو د سر په بیه د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګډون وکړ او دغه کمېسیون حق نه لري چې د کابل ټاکنیزې حوزې ټولې رایې باطلې اعلان کړي.
نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه بېړنۍ وبلله او زیاته یې کړه: ((د ولسي جرګې په دوو ورځنیو ټاکنو کې ملکي او نظامي کسانو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ ډېر لګښتونه وشول چې لغوه کول یې حکومت او نوماندانو ته ستره اقتصادي ضربه ده.))
د افغان ملت د بیدارۍ ګوند رییس مقصود حسن زاده ټاکنې یو اصل وبللې او ویې ویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د رایو په لغوه کولو د هېوادوالو مسوولیت منلو ته زیان ونه رسوي او له دې زیات د خلکو رواني امنیت زیانمن نه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن