د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني په هرات کې د لاجورد لارې دهلېز پرانیست

ولسمشر غني په هرات کې د لاجورد لارې دهلېز پرانیست

Dec 13, 2018 - 18:09

هرات (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٧): ولسمشر غني په هرات کې د لاجورد لارې ځمکنی دهلېز پرانیست او ويې ويل چې په دې سره په صادراتي او نښلول شوي هېواد د افغانستان بدلولو پر وړاندې یو لوی خنډ نن لرې شو.

نوموړى نن سهار هرات ته لاړ او ياد دهلېز يې پرانيست.

د لاجورد لارې د پرانیستې مراسم د لوړو پوړو دولتي مسوولینو، د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې د لوړپوړو مقاماتو او په افغانستان کې د مېشتو کورډيپلوماتیک غړو په ګډون د هرات په مولانا تالار کې ترسره شول.

ولسمشر غني د هرات د بڼوال ګل احمدخان د ځمکنیو دهلېزونو د پرانیستې غوښتنې ته په اشارې وویل، د یوه مسوول حکومت معیار دا دی چې د خپلو خلکو غوښتنې عملي کړي.

نوموړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانيانو په ځانګړي ډول د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال جنرال نعمت الله خلیل او د هغه د ملګرو روح ته د دعا پرمهال وویل، زموږ د هر جنرال، افسر، سرتېري او ساتنمن درد د ټولو افغانانو درد دی.

هغه له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د افغانستان د دفاع په ځانګړي ډول د ملي پروژو له امله مننه وکړه.

د ده په خبره، د فاریاب ولایت خلکو ته چې د لاجورد لارې بله نقطه ده، هم د دې لارې د پرانیستې مبارکي وایم.

هغه زیاته کړه، نن زموږ د دې موخې پر وړاندې چې په صادراتي او نښلول شوي هېواد د افغانستان بدلول دي، یو لوی خنډ لرې شو.

غني څرګنده کړه، ۱۷ کاله وړاندې افغانستان په انزوا کې و، اما نن افغانستان اتصال پیدا کړی.

ده زیاته کړه، د افغانستان، خلکو او اقتصادي قشر موخه وصل دی، موږ وصل غواړو نه فصل، موږ جدایي نه، اړیکې او همکاري غواړو.

هغه وویل، لاجورد لاره څلور زره کاله سابقه لري، مصر او هند ته د بدخشان لاجورد له همدې لارې صادرېدل. موږ پراخې لارې لرو، په یوې لارې پورې محدود نه یو او سلګونه د وصل لارې غواړو.

هغه وویل، هرات د سیمه ییزو اړیکو زیور کې د یاقوت حیثیت لرلی او طاهر فوشنجي د سیمې او اسلامي هېوادونو تاریخ بدل کړ او له ختیځ څخه لوېدیځ ته علم او صنعت د هغه په وسیله لاره ومونده.

نوموړي پر دې په ټینګار چې غواړي خپل روښانه تېر بیا احیا کړي، وویل، افغانستان په عمومي او هرات په خاصه توګه څلور لاره وه. پخوا موږ د څلور لارې، د تفکر او لویو لارو موقعیت درلود. نن د هند د نیمې وچې، مرکزي اسیا، قفقاز او اروپا څلور لاره هم یو.

ده په منطقوي اتصال کې په ځانګړي ډول د لاجورد لارې د بریالۍ پرانیستې په اجرا کې د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف، د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علي یوف، د ګرجستان د جمهور رئیس او د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د رول مننه وکړه.  

ده زیاته کړه، دا همکارۍ د دې نښه ده چې زموږ شمالي ګاونډیان پر افغانستان باور لري او ژر به د هرات انګور، مرمر ډبرې او زعفران هم اروپا ته ورسېږي. همدارنګه به د کندهار انار، د سمنګان  او زابل بادام او د افغانستان ټول کرنیز پیداوار د نړۍ بازارونو ته ورسېږي.

هغه هیله څرګنده کړه چې ټول افغانان دې د لاجورد دهلېز د پیل جشن ونیسي او زیاته یې کړه، نورو ۲۰ سرحدي ولایتونو ته مې پیغام دا دی، څه يې چې په هرات کې پیل کړل، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به تکرار شي.

هغه وویل، د لاجورد لارې پرانیسته به د افغانستان تاجرانو او پانګوالو ته د محصولاتو او پیداوار د انتقال فرصت برابر کړي، تر څو له خپلو ظرفیتونو څخه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې استفاده وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې هر قدم باید په تدبیر، دقت او سرعت واخیستل شي.

په دې مراسمو کې د ترانسپورټ وزیر محمد حمید طهماسي د اړوندو بنسټونو او خصوصي سکتور په استازیتوب وویل، د لاجورد لارې پرانیسته د افغانستان او سیمې هېوادونو د ګډو کوښښونو بله نمونه ده چې د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، د لاجورد لارې پرانیسته د دې لارې د اجرا لپاره د غړو هېوادونو د تعهد څرګنده نمونه ده او د هغې موافقتنامې لاسلیک د افغانستان پر محور د سیمه ییزه کوښښونو د عطف نقطه ده.

د ده په وينا، د لاجورد موافقتنامې اجرا د اروپا او اسیا وچو ترمنځ اتصال او سوداګرۍ سره مرسته کولی شي او له لاجورد لارې څخه ترکیې ته د لومړۍ صادراتي جوپې په انتقال کې د پنبې تار، کشمش، د هندواڼې تخم او کونځلې په کې شاملې دي، د افغانستان پلېټ لرونکو ۹ باروړونکو موټرو په وسیله د (TIR) سیستم چوکاټ کې انتقالېږي.  

همدارنګه د ترکمنستان د ترانسپورټ وزیر اوراز دوردي سوخالوف افغانستان د ترکمنستان نږدې او ورور ګاونډی وباله ويې ویل، افغانستان او ترکمنستان ستراتیژیکې اړیکې لري او دا اړیکې به په راتلونکي کې لا  پراخه شي.

نوموړي سیمه ییزې همکارۍ ته د خپل هېواد د جمهور رئیس د پاملرنې یادونه وکړه او د لاجورد لارې پرانیسته یې د لنډوالي، د سوداګریزو مالونو چټک لېږد رالېږد، د سیمه ییزو کارخانو د همکارۍ زیاتوالي، د توکو ودې او همدارنګه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهمه وبلله او په یادو همکاریو کې یې د خپل هېواد د زیاتې ونډې ډاډ ورکړ.

په همدې ترتیب په کابل کې د ترکیې مېشت سفیر وویل، لاجورد لار د غړو هېوادونو په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې ډېره مهمه ده، ځکه امنیت او اقتصاد سره تړلي دي.

هغه پر دې په ټینګار چې افغانستان سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري، زیاته کړه، د لاجورد لارې په څېر ترکیه د سیمه ییز اتصال پروژې ملاتړ کوي.

د ترکیې سفیر وویل، زموږ همکارۍ تر سیمه ییزو همکاریو پورې ځانګړې نه دي، موږ په وروستیو کې هڅه کړې چې د افغانستان او ترکیې اړیکې تر پخوا لا زیاتې پراخه شي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement