جلال اباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت سرحدي ځواکونو پاکستان ته د ٢٥ قلمه تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لېندۍ په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت دوربابا ولسوالۍ کې تېره شپه سرحدي ځواکونو د ٢٥ تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيوله.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کشفي راپور په اساس سرحدي پولیسو د يادې ولسوالۍ مربوطاتو کې کمين نيولی و، چې د مينه دار په نوم يو تن يې له ٢٥ تاريخي اثارو سره يوځای نيولی دی.
هغه وايي، نيول شوي تن غوښتل چې ياد تاريخي اثار په فرعي غرنيو لارو پاکستان ته قاچاق کړي.
بلخوا په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لوا وياند ادريس مومند پژواک ته وويل، چې په دغه قضیه کې د نورو شاملو کسانو د نيولو هڅې روانې دي او ترلاسه شوي تاريخي اثار به د هېواد ملي موزيم ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه، له نيول شوي تن څخه پوښتنې روانې دي چې ياد تاريخي اثار يې له کومه کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن