ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو ملا رسول ډلې د لاجوردو لارې پرانستلو هرکلی وکړ

د طالبانو ملا رسول ډلې د لاجوردو لارې پرانستلو هرکلی وکړ

author avatar
14 Dec 2018 - 20:19
د طالبانو ملا رسول ډلې د لاجوردو لارې پرانستلو هرکلی وکړ
author avatar
14 Dec 2018 - 20:19

کابل (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۷) :  د طالبانو د ملا رسول ډلې د لاجوردو لارې پرانستلو هرکلی کړی او وایي چې دوی د ملي پروژو په ساتنه کې هر  ډول همکاري کوي.
د لاجورو لاره پرون  په هرات ولایت کې د ولسمشر لخوا پرانستل شو، او لومړی سوداګریز موټریز کاروان د ترکیې په لوري روان شو.

دطالبانو د ملا رسول ډلې لخواد لیندۍ په ۲۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د مسلمانانو ترمنځ پر اتحاد او اتفاق ټینګار شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د لاجوردو د تاریخی لاري پرانستنې  یو مهم اقدام دی او په دې اړه یې ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

دغې ډلې ویلي ، چې دوی د ملي ګټو د ساتني ترڅنګ د داسي اقداماتو هرکلۍ کوي چي هغه د افغان ولس په ګټه تمامیږي 

او د مظلومانو او بیوزلانو لاس نیوی پکې کیږی.

سرچینې زیاته کړې : (( موږ هر هغه پلان چي هدف یي افغانانو ته هوسایي ورکول وي په ټینګه ملاتړ کوو.))

په خبرپاڼه کې له هیوادوه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه او د یو بین الافغاني تفاهم له مخي د افغان شخړې پر هواري ټینګار شوی دی.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.