ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د افغانستان د خلکو له غوښتنې پرته به د پردې تر شا د سولې هیڅ تړون ونه شي

غني: د افغانستان د خلکو له غوښتنې پرته به د پردې تر شا د سولې هیڅ تړون ونه شي

author avatar
14 Dec 2018 - 09:48
غني: د افغانستان د خلکو له غوښتنې پرته به د پردې تر شا د سولې هیڅ تړون ونه شي
author avatar
14 Dec 2018 - 09:48

کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٧): ولسمشر غني وايي، د افغانستان د خلکو له غوښتنې پرته به د سولې هېڅ تړون د پردې تر شا ونه شي او د سولې په اړه هره پرېکړه به پارلمان او د خلکو په رایه تصویب شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هرات ته د سفر پر مهال تېر مازیګر د یاد ولایت د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په مولانا تالار کې وکتل.

سرچينه ليکي چې په دې کتنه کې د لوېدیځ زون د علماوو شورا ريیس مولوي خداداد، د ولایتي شورا ريیس کامران علیزي، سید عبدالرحیم عاصي او حجت السلام محمد جواد رجب زاده د نورو په استازیتوب له ولسمشر سره د سولې، ټاکنو، انکشاف او اصلاحاتو په اړه خپل لیدلوري شریک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هغوی د لاجورد لارې پروژې او هرات حلقوي سړک د پرانیستې له امله چې تېره ورځ تر سره شول، له ولسمشر څخه مننه وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې غوښتنې ورسره شریکې کړې.

دغه راز هغوى ويلي چې سوله الهي امر دی او سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول ګډې هڅې وکړي، له نفاقه لاس واخلي او یو بل ومني.

ولسمشر غني په دې کتنه کې ويلي چې سوله یوه اړتیا ده، تر څو افغانستان سراسري ودې او انکشاف ته کافي فرصت ومومي.

هغه وايي:"ویاړم چې د سولې تعهد، رهبري او مالکیت د افغانستان د حکومت په لاس کې دى... د ملي یووالي حکومت د یوې ملي اجماع په اساس سولې ته واضح ژمنتیا لري او زموږ لاره د تدبیر لاره ده، هغه لاره چې نقشه یې د هېواد علمای کرامو برابره کړې ده."

دغه راز غني ويلي: "د افغانستان د خلکو له غوښتنې پرته به د سولې هېڅ تړون د پردې تر شا ونه شي او د سولې په اړه هره پرېکړه به پارلمان او د خلکو په رایه تصویب شي."

هغه په ټينګار سره زياتوي:"د هېواد ښځو ته ډاډ ورکوم چې په سوله کې به د هغوی په برخلیک لوبې ونه شي، دولتي مذاکره کوونکی ټیم تشکیل او کمېټې هم ایجاد شوې دي، ترڅو مذاکرات پیل شي."

غني ويلي چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پر ټاکلي وخت تر سره شي او د افغانستان راتلونکی حکومت باید د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره واضح او روښانه صلاحیت ولري.

د ده په وينا، د خلکو د رایو ساتنه د ټولو دولتي بنسټونو دنده ده او د رڼو ټاکنو د کېدو لپاره به د هر ډول امکاناتو برابرولو هڅه وشي.

ولسمشر د کوچنيو اختلافونو پر پرېښودو د ټينګار تر څنګ وايي:" زموږ ملي یووالی د انکشاف اساسي وسیله ده... راتلونکي ته باید وګورو، ځکه موخې ته د رسېدو لپاره راتلونکي ته پام او واضح لیدلوري ته اړتیا ده."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.