کابل (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۷) : دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خپلو هلو څلو په لړ کې د ناټو له سرمنشي سره خبرې کړې دي.
په بروکسل کې د ناټو سازمان مطبوعاتي دفتر له خوا د لیندۍ په ۲۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکتر زلمى خلیلزاد پرون ماښام د ناټو مرکز ته راغلی و.
سرچینې زیاته کړې، چې نوموړي د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ سره تر ځانګړې لیدنې وروسته د شمالي اتلانتیک شورا له غړو سره هم ولیدل.
سرچینه وایي، چې دامریکا ځانګړي استازي سرمنشي او د شورا غړو ته د افغانستان د سولې په اړه د خپلو هلو ځلو، لاسته راوړنو او وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ناټو د ماموریت موخه داده، چې افغان ځواکونو سره مرسته وکړي، څو د سولې لپاره شرایط برابر شي.
د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي، د شمالي اتلانتیک شورا په یاده لیدنه کې د افغان سولې په اړه د امریکا د ځانګړي استازي له هلو ځلو څخه خپل ملاتړ ا علان کړ.
زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې د هلو ځلو په لړ کې په درییم سفر راوتلی ، تر اوسه پاکستان، افغانستان، ازبکستان او ترکمنستان ته هم تللی و او ددغو هېوادونو له مشرانو سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
ټاکل شوې ده، چې هغه د خپل سفر په وروستي پړاو کې متحده عربي امارات او قطر ته هم سفر وکړي او ټاکل شوې چې هغه به په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن