چاريکار(پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٧): د پروان ولايت پوليسو دوه تنه د ماين ايښودو پرمهال او يو حرفوي غل نيولي دي.
د پروان امنيه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده پژواک اژانس ته وويل چې ياد دوه کسان نن سهار هغه مهال ونيول شول چې د پروان د بګرام ولسوالۍ په نازدره سيمه کې يې ماين ځاى پرځاى کاوه .
ده په دې اړه نور معلومات ور نه کړل .
دغه راز امنيه قوماندان وويل چې د پروان پوليسو يو حرفوي غل له غلا کړي موټر سره ددې ولايت په مرکز کې نيولى، خو په دې اړه يې نور جزييات ور نه کړل .
دا په داسې حال کې ده چې د پروان خلک په دغه ولايت کې له وسله والو غلاوو څخه شکايت لري او پوليس د امنيت په ټينګښت کې په پاتې راتلو تورنوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن