ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لوګر رايو شمېرنه کې د پام وړ فساد شوی دی”

“د لوګر رايو شمېرنه کې د پام وړ فساد شوی دی”

author avatar
15 Dec 2018 - 17:15
“د لوګر رايو شمېرنه کې د پام وړ فساد شوی دی”
author avatar
15 Dec 2018 - 17:15

کابل (پژواک، ۲۴ ليندۍ ۹۷): په لوګر کې د ولسي جرګې ځينو نوماندانو د ټاکنو مرکزي او ولايتي کميسيون په درغليو او فساد تورن کړي چې د هغوی حق تلف شوى او څوک چې په لومړنيو پايلو کې بريالي اعلان شوي، د خلکو رايي له ځان سره نه لري.

له لوګر ولايت څخه د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د پنځو ښځينه نوماندانو په ګډون ۳۵ کسان نوماندان شوي وو چې  له دې ډلې محمداسماعيل صديقي، انجنير محمد اصف نبي زاده، وفي الله افتخار او هما احمدي په لومړني ليست کې کامياب اعلان شول.

اعتراض کوونکو وويل چې د دې ولايت زيات شمېر نوماندانو، خپل اعتراضونه او شکايتونه د شکايتونو کميسيون ولايتي دفتر ته سپارلي دي.

له لوګر څخه ولسي جرګې ته نوماند نصرت الله وفا په کابل کې خبري غونډې ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون په لومړي ليست کې داسې کسان بريالي اعلان کړي دي چې خلکو رايه نه ده ورکړې.

د ده په خبره، د کمېسيون دې پرېکړې خلک د کمېسيون په فعاليت بې باورې کړي دي او ښايي د خلکو له رايو سره د خيانت له امله، په راتلونکو ټاکنو کې ګډون و نه کړي.

نوموړي دې موضوع ته په اشارې چې د ټاکنو کمېسيون کمېشرانو د پيسو په اخيستو درې نارينه بريالي اعلان کړي دي، وويل: ((درې تنه چې په لومړني ليست کې دي، په مرکزونو او محلونو کې د ټاکنيزو شکايتونو له لوري د باطل شوو رايو پر اساس، بيا هم کامياب اعلان شوي چې د قانون خلاف عمل دی.))

له بل پلوه پژواک داسې اسناد ترلاسه کړي چې پر بنسټ يې د لوګر ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون  د ۱۳۹۷/۰۸/۲۴ نېټې د ۸۸ ګڼې مکتوب له مخې داسې پرېکړه کړې ده چې  د دهنو، سرخ آب ښوونځي، برکي راجان لېسې، مولانا يعقوب چرخي لېسې، د د دوبندي د مرکز د څلورو محلونو (۰۳،۰۴،۰۵،۰۶) او د دبر د مرکز رايې د کوچيانو له محل پرته باطل اعلان شوي او د  لومړنيو پايلو په لست کې ثبت نه شوې.

له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته بل نوماند محمد رحيم امين د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون د نيوکې تر څنګ وويل چې دا کمېسيون د خلکو پر برخليک لوبې کوي، نړيواله ټولنه بايد د دې ډول کړنو مخه ونيسي او اجازه ور نه کړي چې درغلي کوونکي د  ځواک او پيسو له لارې ولسي جرګې ته لار ومومي.

نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې د ټاکنو ولايتي کمېسيون د خلکو د توقعاتو او رايو خلاف عمل کړی، زياته کړه : ((څوک چې د خلکو رايې له ځان سره نه لري، خو رايي يې د درغليو او بډو ورکولو له لارې ترلاسه کړي، بريالي شوي دي؛ بايد په دې برخه کې له سره کتنه وشي.))

يادو معترضو نوماندانو ګواښ وکړ، که رښتوني نوماندان کامياب اعلان نه شي، د خلکو واقعي رايو ته درناوی و نه شي او د خلکو شکايتونه و نه څېړل شي، د کابل – لوګر لويه لار تړي او مدني حرکتونه به پيل کړي.

له بل پلوه د لوګر د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر رحمت الله حقمل مني چې د لوګر ټاکنو کمېسيون په ولايتي دفتر کې بې سارې درغلۍ شوې دي، مرکزونه او رايې چې د هغوی له خوا باطل اعلان شوي وو، د څو ځانګړو نوماندانو په ګټه کارول شوي دي.

هغه پژواک ته وويل: ((کوم کسان چې په لومړني ليست کې بريالي اعلان شوي، هغوی د ټاکنو کارکوونکو د درغلۍ او پيسو په واسطه بريالي شوي دي او د ټاکنو په ورځ يې رايې ډېرې لږ وي، موږ ځیني مرکزونه او رايي قرنطين کړې وې؛ خو د ټاکنو کمېسيون هغه شمېرلې دي او په دې برخه کې د پام وړ فساد شوی دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.