جلال اباد (پژواک ۲۴ ليندۍ ۹۷): د ننګرهار ولايتي شورا او قومي مشران وايي، د والي د ورونو له لوري د قصر مخې ته د پوليسو د وهلو قضيه دې په بې طرفه توګه وڅېړل شي او عاملين دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د راپورونو له مخې، درې ورځې وړاندې د ولايت مقام مخې ته يو افسر او يو سرباز د څو کسانو له لوري وهل شوي، چې خلک او وهل شوي کسان يې د ننګرهار د والي حيات الله حيات ورونه او يا هم د کورنۍ غړي بولي.
يو شمېر قومي مشرانو او د ننګرهار د ولايتي شورا ځينو غړو د ليندۍ په ۲۴مه د شورا په انګړ کې د رسنيز کنفرانس له لارې د يادې پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه.
د ولايتي شورا غړی اجمل عمر وايي، څو ورځې وړاندې هغه مهال چې والي له هېواده بهر و، د تره زامنو يې غوښتل چې قصر ته داخل شي؛ خو د لومړۍ امنيتي حوزې يو افسر او يو سرباز يې له تالاشۍ پرته د ننوتلو مخنيوی کړی و.
دی زياتوي، وروسته د حوزې آمر ياد کسان ولسواليو ته بدل کړي؛ خو کله چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار والي حيات الله حيات راغلی، ياد کسان بېرته د والي د وروڼو له لوري راغوښتل شوي او په دې خاطر چې ولې يې د دوی د تره زامنو د ننوتلو مخه نيولې، وهلي دي.
د هغه په وينا، دا لومړۍ پېښه نه ده چې ننګرهار کې پوليس او امنيتي سرتېري وهل کېږي، بلکې څو مياشتې وړاندې د دويمې ناحيې اړوند انګور باغ سيمه کې هم د والي وروڼو پوليس وهلي وو، تر هغې وروسته څو ځل نور هم د نورو زورواکو له لوري د پوليسو د وهلو قضيې ثبت شوې دي.
د شورا دغه غړی اندېښنه وښوده، چې د ښار په منځ کې د پوليسو او امنيتي سرتېرو دا ډول وهل ټکول په سنګر کې له دښمن سره د جنګېدونکو سرتېرو مورال کمزوری کوي او بايد د دغو پېښو د مخنيوي ترڅنګ د رامنځ ته شويو پېښو بې طرفه څېړنه ترسره شي.
د اجمل عمر د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته هره ورځ سلګونه قومي مشران دوی ته د شکايت کولو لپاره ورځي او د دغې پېښې د غبرګون په برخه کې د لاريون خبره کوي؛ خو دوی ورته د دولت د څېړنو په اړه د انتظار سپارښتنه کوي.
د جبار ګل په نامه د يوه وهل شوي پوليس پلار ثناګل هم خبرې وکړې او نيوکه يې وکړه، چې د قصر ساتونکی زوی يې د قصر د واکدارو له لوري د قانون د پلي کولو په جرم وهل شوی دی.
د نوموړي په خبره، نه يواځې دا چې زوی يې وهل شوی، بلکې اوس يې څوک شکايت هم نه اوري.
هغه زياته کړه: ((دا څويمه ورځ ده، ولايت ته چې ځو، هغوى راته وايي، دا د قوماندانۍ اړونده موضوع ده، قوماندانۍ ته چې ځو، هغوی راته څارنوالۍ ښايي، څارنوالۍ مو نظامي څارنوالۍ ته لېږي.))
يو قومي مشر ميرزا محمد وايي، که امنيتي سرتېري د قانون په پلي کولو داسې وهل ټکول کېږي؛ نو سبا به پر ولايت وسله وال هم ورځي؛ خو سربازان به يې له دې وېرې چې بيا به د والي ورونه يا تره زامن وي؛ مخنيوی به يې نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن