ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مساپر: د فیض اباد – تخار لویې لارې بندېدو له امله به لسګونه کسان له منځه لاړ شي

مساپر: د فیض اباد – تخار لویې لارې بندېدو له امله به لسګونه کسان له منځه لاړ شي

author avatar
15 Dec 2018 - 18:45
مساپر: د فیض اباد – تخار لویې لارې بندېدو له امله به لسګونه کسان له منځه لاړ شي
author avatar
15 Dec 2018 - 18:45

فیض اباد (پژواک، ۲۴ لیندۍ ۹۷): له بدخشان څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند پلویانو له لوري د فیض اباد- تخار لويې لارې بندښت پنځمې ورځې ته وغځېد چې له امله يې مسافرین له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

پنځه ورځې وړاندې له بدخشان څخه ولسي جرګې ته د نوماند سفرمحمد مبارز پلویانو اعتراض وکړ چې مبارز د دې ولايت مخکښو نوماندانو نوملړ ته لار نه ده موندلې، د فیض اباد – تخار لویه لار یې بنده کړه.

د فیض اباد زوړ ښار اوسېدونکی سید هاشم چې تخار ته روان و، پژواک خبري اژانس ته وویل چې اوس هم اعتراض کوونکي د بېلچو او کولنګونو ترڅنګ وسلې هم له ځان سره لري او هېڅ مساپر ته په دې لار د تګ اجازه نه ورکوي.

هغه وویل: ((اعتراض کوونکو د غره په لوړو څوکو درنې وسلې ځای پرځای کړي او څوک چې غواړي له فرعي لارو تګ را تګ وکړي، هغه وهي ټکوي او د تګ اجازه نه ورکوي.))

نوموړي زياته کړه، له پنځو ورځو راهيسې سلګونه مساپر چې ماشومان، ښځې، د ډېرعمر لرونکي کسان او ناروغان په کې شامل دي، د لارې پرانیستو ته انتظار دي، اوسمهال ټولې هټۍ او رستورانتونه د دې مساپرو پر مخ تړلي دي، خواړه او اوبه نه لري.

هغه، دې ستونزې ته په اشارې چې ځینې ناروغان د لارې دواړو غاړو کې بند پاتې دي، وویل که ډېر ژر دا لار د ترافيکو پر مخ خلاصه نه شي؛ امکان لري چې ناروغان، ماشومان او د زیات عمر کسان د سړې هوا، خوړو او پاکو اوبو نه شتون له امله تلف شي.

د بدخشان ولايتي شورا غړي احمد جاوید مجددي دې موضوع ته په اشارې چې اعتراض کوونکو ډار او وېره خپره کړې، وويل چې هغوی لاریون او اعتراض نه دی کړی، بلکې د دولت پر وړاندې یې بغاوت کړی دی.

نوموړي وویل چې ټول اعتراض کوونکي بېل، کولنګ او لرګې په لاسونو کې لري چې دې کړنې يې خلک اندېښمن کړي دي.

په ورته مهال د بدخشان ولایت مقام، د ځینو ولايتي ادارو او قومي مخورو نه جوړ یو پلاوی اعتراض کوونکو ته استولی دی، څو دا لویه لار د خلکو پر مخ پرانیزي؛ خو تر اوسه دا ستونزه هواره شوې نه ده.

د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ ترسره شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه د بدخشان په ګډون د ۲۳ ولایتونو پایلې اعلان کړې دي.

د بدخشان ولایت د ټاکنو پایلې د ليندۍ په نولسمه اعلان شوې.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.