کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٧): ولسمشر غني د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره پر دوه اړخیزو همکاریو، تروریزم سره پر ګډې مبارزې او د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې د همکاریو د تفاهم پر یاداشت بحث او خبرې وکړې.
له ارګ څخه د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، نن ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې پر دوه اړخیزه همکاریو، تروریزم سره پر ګډې مبارزې او د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې د همکاریو د تفاهم پر یاداشت بحث او خبرې وشوې.
ولسمشر غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ تروریزم سره پر ګډې مبارزې او د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې د همکاریو د تفاهم پر یاداشت چې نن د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړ، خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا زیاتې باوري فضا د رامنځ ته کولو په برخه کې وویل، باثباته افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن