کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٧) : ولسمشر اشرف غني له چين څخه وغوښتل چې د سولې تړون او د هغه د تطبيق په برخه کې مرسته وکړي.
له ارګ څخه د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن ماسپښین د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره چې د تروریزم پر ضد مبارزې د تفاهم لیک د لاسلیک په موخه کابل ته راغلی و، په ارګ کې وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې، ټاکنو، ترهګرۍ ضد مبارزې، هوایي دهلېز د پراختیا، انکشاف، زېربنا او نورو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني د چین د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست پرمهال د ترهګرۍ پر ضد مبارزې د درې اړخیز تفاهم لیک د لاسلیکولو مننه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د سولې د سیمه ييزې اجماع په لا پیاوړتیا کې همکاري وکړي .
هغه وويل، چین د افغانستان ښه ګاونډی او مهم سیمه ییز شریک دی چې د سولې په ګډون د افغانستان د مسایلو په اړه له هند او د امریکا متحدو ایالتونو سره همغږي لري.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د یاد هېواد د ولسمشر نېکې هیلې ولسمشر غني ته ورسولې او ويې ویل، چین د سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، زېربنا، سوداګرۍ او انکشاف په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
وانګ يي د ولسمشر د سولې جامع او هراړخیزې طرحې څخه په مننې کولو وویل: ((موږ به د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې همکاري وکړو.))
د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او چین هوایي دهلېز ګټور وباله او زیاته یې کړه، هېواد يې د لا پراختیا غوښتنه کوي چې د جلغوزیو ترڅنګ انار او نور افغاني تولیدات او کرنیز توکي هم چین ته صادر شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، پاکستان پر طالبانو خپل اغېز لري او له دوی به وغواړي چې له دغه اغېز څخه په استفادې په افغانستان کې د جنګ د پاى ته رسولولپاره عملي اقدامات وکړي.
ولسمشر وویل، افغانستان چین سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې ښه پرمختګ او لاسته راوړنې لري.
هغه زیاته کړه، افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید کافي ظرفیت او چین په دې برخه کې بریالۍ تجربې لري او غوښتنه يې دا ده چې چین په دې برخه کې پانګونه وکړي.
ولسمشر غني وويل: ((موږ د سولې تړون او د هغه د تطبیق په برخه کې د چین هراړخیزه همکاري غواړو، ترڅو د تلپاتې سولې او ثبات د بنسټي کولو لپاره د چین د انکشافي پروژو تطبیق سره کاري زمینې او د ژوند اسانتیاوې زیاتې کړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن